CRI Online

د شينجيانګ ځانګړې اوپيرا (١)

cri     (GMT+08:00) 2012-09-17 17:26:26

چيوځه په چيني ژبه د اوپيرا مانا لری او د چين په بيلابيلو ځايونو کې ډول ډول اوپيراګانې اورېدل کېږي مثلا بيجينګ اوپيرا . دلته شنجيانګ چيوځه د شينجيانګ د اويغوري په خپلواکه سيمه کې يوازنی اوپيرا ده چې د چين په ملي ژبه ويل کېږي او د کولتور وزارت لخوا پيژندل شوېده . دغه اوپيرا سل کاله تاريخ لري.

څلوراويا کلن سپين ږېري ګوه تيان لو چې د دولت په کچه غيرمادي ميراث اخيستونکی دی، د شينجيانګ اوپيرا په هکله خبريال ته وويل (اواز)

شينجيانګ اوپيرا د چينګ امپراطوري دورې په پای کې رامنځته شوه او تر اوسه سل کاله تاريخ لري.د شينجيانګ د ډېرو قومونو وګړي دغه هنری شکل خوښوي چې نه يوازې د چين په شمال لويديځ کې د شان شي، چينګهای او ګان سو د سيمه ييزو اوپيراګانو ځانګړتياوې پکې پيدا کېږی، بلکې د ملي لږکيو هنري شکلونه هم پکې شامل دي، نو دغه اوپيرا ډېره عجيبه او زړه وړونکې هم ده.

شينجيانګ اوپيرا د وګړيو لخوا کوچنې اوپيرا بلل کېږی. د چينګ امپراطوري دورې په پای کې د شان شي او ګان سو دوو ولايتونو پوځي مشر د دغو دواړو ولايتونو ډېرو عسکرو په مشرۍ د شينجيانګ شورش پر ضد لښکرکشۍوکړه چې په نتيجه کې ګڼ شمير سرتيري د هېواد د امنيت ساتلو لپاره په شينجيانګ کې پاتې وو ، ور پسې ډېری سوداګران او هنرمندان هم ګام په ګام شينجيانګ ته ورغلي وو . اوس شينجيانګ اوپيرا په عمده توګه د سانجي د هوی خپلواکې سيمې او د اورمچي، شخه نزه او عونجا ښارونو په شمول سيمو کې اورېدل کېږی. د دې اوپيرا اهنګونه د ډېرو قومونو په موسيقي نغمې پورې اړه لري.

شينجيانګ اوپيرا ډېری ژوندی دی او کله نا کله د واده په مراسمو او د اختر په ورځو او د کرهڼې د نابوختيا په وخت کې ننداره کېږی. د سل کالنی پرمختګ په بهير کې دغه اوپېرا هم څو څو ځله له ننګونو سره مخامخ شوه.

د شينجيانګ د هنري څېړنې ادارې د څېړونکي مرستيالې شو يو مې وويل (اواز)

شينجيانګ اوپيرا د تېرې پېړۍ په درېيمه او څلورمه لسيزه کې د پرمختګ ډېرې ښې مرحلې ته رسيدلې او زيات مشهور هنرمندان هم په هغه وخت کې رامنځته شول. ور پسې د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د دې اوپيرا د سمسوريا ښه موده راغلې ده چې نژدې د هېواد په هره سيمه کې د اوپيرا يوې کوچنۍ ډلې ننداره کوله. په ١٩٥٩ کال کې د وګړيو په غوښتنې سره، د سانجي په سيمه کې يوه مسلکي ډله جوړه شوه، خو لږه موده وروسته د کلتوري انتقلاب رامنځته شو چې له امله يې دغه ښکلی هنري شکل نژدې ورک شو. د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې کله چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې کېدې، د وګړيو تر غوښتنې لاندې، د شينجيانګ اوپيرا مسلکي ډله بيا جوړه شوه.

په ١٩٩١ کال کې د هېواد د کلتور وزارت د سانجي سيمې ډلې ته د لومړۍ ډلې لقب ور کړ او له دېرشو کلونو راپدې خوا دغې ډلې څه نا څه دری زره نندارې وښودلې .

خو دا يو واقعيت دی چې شينجيانګ اوپيرا د ډېرو غيرمادي ميراثونو په شان د لوبغاړو وتلو او پيسو کمښت په شمول له ډېرو ستونزو سره مخامخه ده. د يادې ډلې په مثال، له نندارو څخه اخيستل شوې ګټې د موټر او ډګر د کرايې او د تجهيزاتو د ترميم له لګښتونو نه پرته، پاتې پيسې د لوبغاړو ژوند د اساسي اړتياوو د پوره کولو لپاره هم کافي نه دي. بله خوا د راډيويي او ټلويزيوني چارو په ګړندي پرمختګ سره دغه ډول اوپيرا د ځوانانو لپاره ډېرې جذبيت نه لري. له دې امله چې ځيني زاړه هنرمندان له دنيا څخه تللي او ځينو يي خپل هنری ژوند ختم کړی ، نو مشکل کار دا دی چې د دې اوپېرا د نمايش او د موسيقي الاتو د غږولو په برخو کې ځينی مهارتونه نه شي خپرېداي. چې په نتيجه کې ددې اوپيرا پرمختيا د يوې اوږدې مودې لپاره کې وځنډول شوه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای