CRI Online

د شينجيانګ ځانګړی اوپيرا (٢)

cri     (GMT+08:00) 2012-09-24 17:05:06

ګرانو دوستانو، د پروګرام په تېره کړۍ کې مو تاسو ته د شينجيانګ د ځانګړې اوپيرا د سرچينې او د پرمختګ بهير په اړه مالومات وړاندې کړل. په نننۍ کړۍ کې به په دوامداره توګه تاسو ته د دې اوپيرا د اوسنۍ پرمختګ په هکله مالومات وړاندې کړم.

دا چې دغه اوپيرا د تېرې پېړۍ په پای کې د پرمختګ په بهير کې د لوبغاړو وتلو او د پيسو کمښت په شمول له ستونزو سره مخامخ وه، خو د خوشحالۍ وړ ده چې په چين کې د غيرمادي ميراثونو د ساتلو کارونو په پياوړتيا سره، د شينجيانګ اوپيرا د پرمختګ ډېر ښه وخت راغلی دی. د شينجيانګ اوپېرا مسلکي ډلې لخوا د دې اوپيرا د څه دپاسه يو سلو شلو پارچې او نژدې يو سلو اتيا اهنګونه راغونډ او تنظيم شوي چې د دې اوپيرا د دايمي ساتنې لپاره اړوند پلان ټاکل شوی دی.

د شينجيانګ د ئلي سيمې په قورغاس ښار کې يو ځوان چې له شينجيانګ اوپيرا سره ډېره مينه لري او نوم يې جو يو فنګ دی، له لسګونو کلونو راپدې خوا له ملکي لوبغاړو څخه ډېرې پارچې راغونډې کړې. هغه خبريال ته وويل (اواز)

د شينجيانګ اوپيرا د شينجيانګ وګړي خوښوي او ډيره مروجه ده، خو لوبغاړي يې زياتره زاړه کسان دي. دوی عموما سواد نه لري او يوازې په خپلو خولو دغه هنر نورو کسانو ته ور زده کوي. ددوي د عمرونو په زياتېدو سره، ځينی يې له دنيا څخه تللي دي، نو فکر کوم چې بايد ژر تر ژره د دې هنري شکل د ساتلو لپاره تر وسې زيات کوشش وکړو . د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې مې د دې اوپيرا د ځينو پارچو په ثبتولو پيل وکړ، زموږ په دغه سيمه کې مې تقريبا له ټولو لسګونو ځايي لوبغاړو څخه مرکې کړې او اړوندې پارچې مې ثبتې کړې دي. اوس څو تنه سپين ږيري لوبغاړي له دينا څخه سترګې پټې کړې. هغه وخت دوی هم ډېر خوشحاله وو او و يې ويل چې تر مرګه يې هيڅ تاسف نه درلود.

نن ورځ نه يوازی په کليوالو سيمو بلکې د شينجيانګ مرکز اورمچي ښار د استوګنې په سيمو کې کله نا کله د شينجيانګ اوپيرا ډلو نندارې ليدل کېږی. په ډوبي کې دوی په پارکونو کې او د ژمي په يخنيو ورځو کې د استوګنې سيمې په کولتوري مرکز کې نمايش کوي.

د شينجيانګ اوپيرا مينوال جانګ چنګ له چې په مورې ولسوالۍ کې اوسيږی، خبريال ته وويل (اواز)

د شينجيانګ اوپيرا ځانګړتياوې لري، څرنګه چې په دې اوپيرا کې لوبغاړي په شينجيانګ لهجه ننداره کوی، نو د ګڼ شمير ځايي وګړيو د ستاينې سبب ګرځي . پر دې سربيره، دغه اوپېرا په هر ځاي کې ننداره کېږي او هر تن پکې برخه واخلي. په کليوالو سيمو کې د ودونو په مراسمو ، د زړو او وړو د زېږېدنې په ورځو او يا د اخترونو په موده کې دغه اوپيرا ننداره کېږی.

د زمانې د پرمختګ سره سم، د شينجيانګ اوپېرا مينوال هم په دې هنري شکل د هېواد ستر تغييرات او د وګړيو نيکمرغه ژوند ستايي. اوس ددې اوپيرا مينوال په پر له پسې توګه نوې پارچې نندارچيانو ته وړاندې کوي چې محتويات يې د مخدره موادو د مخنيوي او د ناوړو عادتونو د بدلولو په شمول په بېلا بېلو برخو پورې اړه لري.

د ٢٠٠٦ کال د مې په شلمه نېټه د شينجيانګ ځانګړی اوپيرا د دولتي شورا په منظورۍ د دولت په کچه د لومړې ډلې د غيرمادي ميراثونو په ليس کې شامل شوه. د دې هنري شکل د خپرېدو لپاره، په ٢٠٠٩ کال کې د سانجي د هوی خپلواکې سيمې د قوتوبي ولسوالۍ د ووګوکته يي په لومړي ښوونځي کې د دغې اوپيرا لپاره يو ځانګړی کورس پرانستل شو.

شينجيانګ وګړي له شينجيانګ اوپيرا سره ډېره مينه لري لکه بېجينګيان له بېجينګ اوپيرا سره مينه لري. سل کاله تېر شوي، خو د شينجيانګ اوپيرا نه يوازی نه ده زړه شوې، بلکې له انرژۍ او فعاليت څخه ډکه بريښي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای