CRI Online

يانګ جي چه د پاکستان له ولسمشر زرداري سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2012-09-26 14:53:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزير يانګ جې چه د دووشنبې په ورځ په نيويارک کې د پاکستان له ولسمشر اسف علي زرداري سره وکتل.

ښاغلي يانګ د چين او پاکستان تر منځ اړيکې وستايلې او و يې ويل چين غواړي له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې ښه تطبيق او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځی همکاری وهڅوي چې خپلمنځی ستراتيژيکې اړيکې نور ټينګې شي. اوس په نړيوالو او سيمه ييزو اوضاعو کې ستر بدلون رامنځته کېږی، چين غواړي له پاکستان سره خپلمنځي ستراتيژيکی همغږی پياوړې کړي چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې وساتل او سيمه ييزې سوله او پرمختګ وهڅول شي.

ښاغلي زرداري وويل د چين د ستراتيژيکي همکار په توګه، پاکستان د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو په هکله خوښ دی او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د چين مهم رول ته په درنه سترګه ګوري. پاکستان هم غواړي په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکاری لا نژدې کړي.(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای