د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خارجه وزارت د سپتمبر په ٢٧مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان ، روسيې، تاجکستان او افغانستان په شمول د څلورو خواوو سرمشريزه غونډه چې د ټاکل شوي پلان لمخې به د اکتبر له دوهمې نېټې نه تر درېيمې نېټې پورې په اسلام اباد کې ترسره شي، به ځنډه شي. خو نوموړي د غونډې د ځنډيدو هيڅ لامل ورنه کړ.
د روسيې ، افغانستان ولسمشر او د تاجکستان ولسمشر به په ياده شوي غونډه کې ګډون وکړي .
د روسيې ولسمشر پوټين د پاکستان ولسمشر ته په يو رااستول شوي پيغام کې هيله څرګنده کړه چې له پاکستان سره يوځای به د خپلمنځيو اړيکيو د پياوړتيا او د اقتصادي او سوداګريزو پروژو د هڅولو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |