CRI Online

د پاکستان صدراعظم د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2012-10-05 18:27:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم اشراف د اکتوبر په څلورمه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لافروف سره د کتنې په ترڅ کې وويل، پاکستان هيله لري چې له روسيې سره لا نژدی اړيکې تينګې کړي.

صدراعظم اشراف وويل، پاکستان د افغانستان او سوريې مسئلو په شمول د زياتو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په برخو کې له روسيې سره ګډې نظريې لري. پاکستان هيله لري چې له روسيې سره لا نژدی اقتصادي اړيکې وساتي، په تېره بيا د انرژۍ په برخه کې.

ښاغلي لافروف په همدې ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې هينا سره خبرې اترې وکړې او يوه ګډه خبري ناسته يې وکړه. لافروف وويل، چې روسيه په پاکستان کې د امريکا د بې پيلوته الوتکو لخوا د بريدونو په اړه له پاکستان سره ګډ دريځ لري او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې يې د پاکستان د کوښښونو ستاينه وکړه. هغه وويل چې روسيه به د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره مرسته وکړي.

د معلوماتو له مخې، لافروف د اکتوبر د درېيمې نېټې په شپه اسلام اباد ته ورسېد او دغه هېواد ته په خپل دوه ورځنې رسمي سفر يې پيل وکړ.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای