CRI Online

د پينګ ياو په لرغوني ښار کې ملکي ديپلومات

cri     (GMT+08:00) 2012-10-17 17:12:15

د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د شان شي ولايت د پينګ ياو لرغونی ښار دومره زيات شهرت نه درلود، په هغه وخت کې دنګ جي پو تازه له پوهنتون څخه فارغ شو او د بهرنيو سيلانيانو لپاره يې د لارښوونې دنده په غاړه درلوده.. د څه دپاسه شلو کلونو کوششونو له برکته دنګ جي پو د ګاونډيانو لخوا د ملکي ديپلومات په نامه ونومول شو .

شپږ کاله مخکې، دنګ جي پو په خپل کور کې يو شخصي هوټل جوړ کړ چې د کال په څلورو موسمونو کې د بېلا بېلو هېوادونو سيلانيان اوسېږی. له شپږو کلونو راپدې خوا دغه کورني هوټل کې سل ګونه زره تنه سيلانيان منل شوي دي چې تقريبا دغه ښار ته د راغلو بهرنيو سيلانيانو د عمومي اندازې يو پر درېيمه برخه نيسي.

په تېر سپتمبر مياشت کې په پنګ ياو کې د عکسونو نړيوال نندارتون پرانيستل شو او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو عکس اخيستونکي او سيلانيان بيا په دې ښار کې راغونډ شول.

سيلانی جاو لينګ شون چې له ماليزيا څخه راغی او د دنګ جي پو په کورنۍ هوټل کې اوسېده، خبريال ته وويل چې د هوټل خاوند ډېر ميلمه پال او پينګ ياو ښار ډيرې ښکلی دی .

د دنګ جي پو په هوټل کې نه يوازې د استوګنې شرايط ډېری مناسب دي بلکې د نظريو د تبادلې لپاره هېڅ ستونزه نشته. له دې نه پرته ښاغلي دنګ په جدي توګه سيلانيانو ته ځايي خواړه او انګليسي نفشه برابروي.

٥١ کلن دنګ جي پو په پينګ ياو ښار کې زېږېدلی او له خپل ټاټوپي سره ډېره مينه لري. په ٢٠٠٦ کال کې ددې لپاره چې په پوره توان په سيلانيزو چارو کې خدمت وکړي ، له رسمي دندې څخه يې استعفا وکړه او دغه کورنی هوټل يې جوړ کړ.

ورپسې يې د بهرنيانو علاقې د مالومولو او ور سره د نظريو د ښې تبادلې لپاره انګليسي ژبه زده وکړه چې په نتيجه کې په ابتکاري توګه له بهرنيو سيلانيانو سره خبرې اترې کولی شی . د ښاغلي دنګ کوښښونو سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. اوس د پينګ ياو ښار د اورګاډۍ په سټېشن کې د بهرنيانو په خولو کې هارمونی ډير اورېدل کېږی چې هارموني د ښاغلي دنګ لخوا د جوړ شوي کورني هوټل نوم دی .دغه راز د سيلانۍ د لارښوونې په کتاب کې چې نوم يې لونلی پلنيت دی يعنی د يوازنی ستوري مانا لری، د هارمونی هوټل د مشهورو هوټلونو په ليست کې مخکې ولاړ دی.

ښاغلي دنګ خبريال ته وويل

دغه کتاب په امريکا کې چاپ شو. نه پوهېږم چې ولی زما هوټل په دې کتاب کې ځاي نيسي. سبب يې دا دی چې زيات بهرنيان زما هوټل ډېری ستايي. زما په نظر د دوی د خوښۍ ګټلو په غرض بايد دوی ښه وپيژنئ.

د دنګ جي پو کورنۍ او ټول اوه تنه کارکوونکي په انګليسي ژبه د خوراکونو، استوګنې او د ټکيټ اخيستلو په برخو کې د بهرنيانو اړتياوې پوره کولی شی . پر دې سربيره، دنګ جي پو هم له کارکوونکيو څخه جدي غوښتنه کوي چې د مېلمنو درناوی وکړي او دوی ته يوه د خوشحالۍ او ارامتيا فضا برابره کړي.

بهرنيو سيلانيانو ته د خوراکونو او استوګنې پر خدمتونه کولو سربيره، دنګ جي پو د سيلانۍ يوه لارنقشه ډيزاين کړه څو چې سيلانيان د پنځو ساعتو په لنډ سفر کې د چين د مينګ او چينګ امپراطوري دورو په اړه د سياست، اقتصاد، کلتور او هنر په شمول ډېر زيات مالومات ترلاسه کولی شي. هغه خبريال ته وويل

زه د پينګ ياو ښار د سيلانيزو چارو سره يو ځای وده شوی يم، نو غواړم زموږ لرغونی کلتور د غوړېدو او خپرېدو لپاره زياته هڅه وکړم.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای