CRI Online

په شمالی افريقا کې عربی خلک د چين د کمونست ګوند د اتلسمې دورې ملی ولسي کانګرس په ترڅ کې د پرمختيا په اړه اجنداوو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-10-23 16:16:06

د چين د کمونست ګوند د اتلسمې دورې ملی ولسي کانګرس به د نومبر په اتمه نېټه په بيجينګ کې تر سره شي. په دې وروستيو ورځو کې د چين د نړيوالې راډيو د شمالی افريقا عربی اوريدونکيو او ويبپاڼې لوستونکو په جلا جلا توګه د ليکونو استولو او پر ويبپاڼې باندی د پيغامونو استولو له لارې د چين د پرمختيا په اړه د برياليتوبونو لوړه ارزونه وکړه او په راتلونکی کې د واکمن ګوند په توګه د دغه هېواد د کمونست ګوند کارونو ته يې لوړه پاملرنه څرګنده کړه.

د تونيس د فاکس په نامه د اوريدونکيو د کلب رئيس ريدا سميت وويل دغه کانګرس په هرو پنځو کلونو کې د چين د واکمن ګوند له خوا تر سره کېږي چې د چين د راتلونکی د پرمختيا په اړه يوه مهمه غونډه وي. هغه باور لري چې د ګام په ګام انتخاباتو له لارې ٢٢٧٠استازي به هرومرو د ټولو کمونست ګوند د غړيو د هيلو په استازيتوب په دغه غونډه کې ګډون وکړي او د چين د راتلونکی لپاره پلانونه جوړ کړي.

د مراکش د ويبپاڼې لوستونکي عبدل حمد خريفي د عربی ژبی په ويبپاڼه کې ليکلی چې په دې وروستی موده کې د دغې ويبپاڼې لوستلو په وخت کې يې په ځانګړې توګه د دغه کانګرس په اړه مالوماتو ته پاملرنه کړی دی. په دې وروستيو کلونو کې چين نه يوازی د تاريخ، کلتور او خوندورو خوراکونو له امله د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ليدو وړ دی، بلکی د چين سياسی ميکانيزم او د کمونست ګوند د واکمن تجربې هم د خلکو د پاملرنې وړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای