CRI Online

د چين په غښتليو ښوونځيو کې د زده کوونکيو د شامولو په هکله مالومات (١)

cri     (GMT+08:00) 2012-10-25 17:18:29

د سپتمبر مياشت په چين کې تر دوبني رخصتۍ وروسته د ښوونځيو بيا پرانستلو وخت دی. په دې وخت کې د چين په لويو ښارونو کې د غښتلو ښوونځيو شاوخوا د کورونو کرايې بازار هم ډېری تود دی. که څه هم د کور کرايې بيه کال په کال لوړېږی، خو تقاضا لا هم عرضه نه شي پوره کولای.

د غښتليو ښوونځيو په شاوخوا سيمه کې د کور کرايه څومره مشکله ده؟ ولی د زده کوونکيو پلارونه او ميندې غواړي په دغې سيمې کې کورونه کرايه کړي او دغه حالت په کومه لاره بدل شي؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته اړوند مالومات وړاندې کړم.

د ښاغلي جو شپږ کلن زوی سږ کال لومړی ښوونځی ته د ننوتلو وخت راغلی. ښاغلي جو د کوښښونو له لارې خپل زوی د بېجينګ پوهنتون په اړه د لومړی ښوونځی لخوا شامل کېږی چې په بېجينګ کې ډېر شهرت لري. د خپل زوی زده کړې ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره هغه غواړي د دې لومړي ښوونځي په شاوخوا سيمه کې يو کور اجاره کړي. خو د يو مناسب کور د لټولو لپاره يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و . هغه وويل

ما تقريبا په يوه مياشت کې اته يا نهه کورونه ليدلی چې ځينې د نمايندګۍ له لارې او ځينی مو پخپل په انټرنيټ شبکه کې پيدا کړی. مو مخکې پلان درلود چې د پنځه زرو يوانو په پيسو يوه دری خونې لرونکی کور کرايه کړو. خو دا يو واقعيت دی چې په دې سيمه کې د کور کرايه کولو بيه ګړندي لوړېږی، زموږ په خوښ هغه دری خونې لرونکی کور د نور لخوا په اوه زرو يوانو کرايه کېږی، موږ په اخر کې په پنځه زرو يوانو يوازې يوه دوه خونې لرونکی کور اجاره کوو.

په چين کې د مشهورو ښوونځيو په شاوخوا سيمې کې پراته کورونه ډېر د هر کلی وړ دي. په بېجينګ کې يوه دوه خونې لرونکی دغه کور چې پراخوالی يې تقريبا پنځوس مربع متره دی، د کرايې مياشتنۍ بيه څلور يا پنځه زرو يوانو ته رسيږی. دا هم عادی دی چې څو کورنی د يوه مناسب کور د اجاره کولو لپاره مسابقه کوي.

د نمايندګۍ يو کارکوونکي خبريال ته وويل

هغه کورونه چې پکې ښه ښکلی شوی او يا چاپېريال يې مناسب دی، په ډېر ګړندي توګه به اجاره شي چې سهار ثبت شوی او تر غرمۍ وروسته به سمدلاسه کرايه شي. اوس زما په ليست کې لس ګونه کورنی په مناسب کور انتظار کوي.

د دغه کارکوونکي په قول، که وګړي غواړي ټيټه بيه کور اجاره کړي، دوی بايد يوه مياشت مخکې په لټولو پيل وکړي.

له دې امله چې تقاضا عرضه نه شي پوره کولای، نو د مشهورو ښوونځيو په شاوخوا سيمو کې د کورونو کرايه بيې په پر له پسې توګه د لوړېدو په حال کې دي. د ياد کوونکي په قول، په روان کال کې دغه بيه د تېر کال په پرتله تقريبا شل سلنه زياتېږی.

د بېجينګ ښار پراخوالی څه ناڅه يو زرو مربع کيلو مترو ته رسيږی او په مټرو له ختيځ څخه تر لوېديځ نژدې دوو ساعتو ته اړتيا لري. د ګړندي موټرونو په زياتېدو سره، په سړکونو کې ګډوډۍ کله نا کله پښېږي. نو په وختي توګه ښوونځي ته د ماشومانو د رسېدو په غرض د ښوونځيو په شاوخوا سيمې کې اوسېدل تر ټولو ښه لاره ده. خو دا يو واقعيت نه دی چې د استوګنې په هره سيمه کې مناسب ښوونځی شته، اوس په بېجينګ کې د دايمي اوسيدونکيو شمېر شل مليونو تنو ته رسيدلی او په دې وروستيو کلونو کې د بېجينګ ښاري سيمې په پراخېدو سره د استوګنې ډېری مرکزونه نوی جوړ شوي چې د ښار له مرکزي سيمې څخه ډېری ليری دی او په شاوخوا کې د ښوونې، ټرانسپورټ، طب او سوداګرۍ تاسيسات وروسته پاتې دي. له دې امله چې د استوګنې په سيمه کې مناسب ښوونځی موجود نه دی، نو د ښه ښوونځی په شاوخوا کې اوسېدل د ډېرو کورنيو انتخاب دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای