CRI Online

د اتباعو په لاسونو کې رايې نيول شوې

cri     (GMT+08:00) 2012-10-31 17:17:59

د ټاکنو نظام د ډيموکراتيک سياست بنسټ دی. د ټاکنو حق د اتباعو د سياسي حق بنسټ دی.په ٢٠٠٤ کال او ٢٠٠١ کال کې د چين د تقنيني ارګان دوه ځله د ټاکنو قانون تعديل کړ.د ښارونو او کليوالو سيمو د وګړيو په لاسونو کې رايې لامساوي شوې، د رايو ورکوونکو په وړاندې کانديدان لاروښانه شوي، د هغو عامو وګړيو شمېر چې د ولسي استازيو په توګه انتخاب شوي، لازيات شوی چې نومړيو بدلونونو په تېرو لسو کلونو کې د چيني اتباعو د ډيموکراتيکو حقونو لوړتيا څرګندوی دی.

(( زموږ په نظر ولسي استازي هغه وګړي دي چې د عامو وګړيو لپاره ښه کارونه کوي او شرافتمند او نجيب وګړي هم دي ))

((دوی کله کله زموږ د سبزيو څپرونو ته راځي چې د سبو کرلو حالت ګوري او پولي مرستې برابروي. که دوی له موږ سره د نظريو تبادله ونه کړي، موږ به څنګه ددوي د کارونو په باب مالومات تر لاسه کړو.))

((استازي بايد په عمده توکه د ژوندانه په برخه کې، لکه چې د ښوونې، روغتيا، د ښاري ابادۍ په هکله زموږ غوښتنې وړاندی کړي او نظريې او پيشنهادونه مو راغونډ کړي.))

د چين د ولسي جمهوريت د اساسي قانون له مخې، د هيواد ټول قدرت پرخلکو پورې اړه لري، خلک د ملي ولسي کانګريس له لارې دولتي قدرت پلی کوي.د ولسي کانګريس نظام د چين د اساسي سياسي نظام دی ، ټاکنې د دی نظام مهم محتويات او بنسټ دی ، دغه راز ددې نظام د قوي حياتي قوت سرچينه هم ده چې نه يوازې د وګړيو د نظرونو له څرګندولو سره بلکې د حکومت د بيلابيلو کچو چارواکيو له جوړښت سره اړيکې لري. په ٢٠١١ کال کې په چين کې هغه نظام لومړی ځل پلې شو چې په ښارونو او کليوالو سيمو کې د نفوسو سره سم د ملي ولسي کانګريس استازي وټاکل شي. چې له امله يې چيني بزګران د لومړي ځل لپاره د ملي ولسي کانګريس د استازيو په ټاکنو کې له ښاريانو سره مساوي حق لری.

((که ته د ولسي استازي په توګه وټاکل شې، ته به د تيان وو کلي لپاره څه ګټور کارونه وکړې؟))

((ښه ، لومړی ستا له پوښتنې نه مننه کوم. که د يه پنګ لوي کلي د ولسي استازي په توګه وټاکل شم، زه به کرنيزو چارو د پولي مرستو، تخنيکي خدمتونو ، او نويو اقتصادي سازمانونو په هکله پلټنه وکړم او بيا به پلټونکي راپور د لوي کلي ولسي کانګرس ته وړاندې کړم.))

دا مرکه د چين د جيانګ شي ولايت د روی جين په نوم ځای کې کوم چې د چين د ملي ولسي کانګرس نظام د سرچينې په توګه بلل کيږي، پېښ شوه. کليوالو د استازيو کانديدانو ته د کليوالو سيمو د اوبو کارولو شرايطو د ښه والی او د علاقه وړ داسی مسئلې وړاندې کړې .

په تېرو څو کلونو کې دوه ځله د ټاکنو قانون تعديل شوی چې پکې له رايو ورکوونکو سره د کانديدانو کتنو په اړه ماده زياته شوېده . د دې مادې له مخې، د بيلابيلو ځايونو ټاکنيزې کمېټې د قانون له مخې د استازيو کانديدانو او رايو ورکوونکو ترمنځ کتنې ترتيبې کړې څو چې رايې ورکوونکي د کانديدانو په هکله لازيات معلومات ترلاسه کړي . د کتنې په ترڅ کې رايې کوونکي په عمده توګه د عامو پرېکړو او تګلارو ، عامې ادارې او عامو چارو په هکله پوښتنې وړاندې کوي چې په سياست کې د دوی منظم ګډون ښکاري. له واقعيتونو څخه څرګنديږي چې نه يوازې په سياسي چارو کې د برخه اخيستنې او بحثونو په ساحه کې د چيني اتباعو توان لوړی شوی، بلکې په سياسي چارو کې د دوی ګډون موخه هم ښکاره شوې چې د ډيموکراتيک سياست د پرمختګ لپاره عمده قوت ګرځيدلی دی.

په وروستيو کلونو کې د هغو استازيو شمېر چې له لاندنيو يونټونو څخه راغلی،زيات شوی دی، د څېرونکو په اند، د استازيو کيفيت نه يوازې د دوی د ښوونيزې سويې او د ماموريت پر رتبې اړه لري، بلکې له وګړيو سره د دوی د تماسونو او د وګړيو هيلو او غوښتنو د څرګندولو په برخه کې د دوی پر توان هم مربوط دي.

د چين د خلکو پوهنتون د حقوقو پوهنځي مشر هان دای يوان تعديل شوی ټاکنيز قانون داسې ارزوي:

(( دا قانون د حقوقو د مساوات اصل چې په اساسي قانون کې ټاکل شوی،د ټاکنو په بهير کې ښکاري څو چې رايې ورکوونکي مساوي ارزښت احساسولی شی ، د چين د سياسي ډيموکراسی د بشپړولو خوځونکی ځواک رامنځته کېدای شی او د چين د ټاکنو نظام لا معياري، ډيموکراتيک او علنی کېدای شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای