CRI Online

واکونه بايد د لمر تر وړانګو لاندی وکارول شي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-01 14:04:34

په وروستيو کلونو کې د چين واکمن ګوند او حکومت د واکونو د پلټنې او نظارت د پياوړتيا لپاره څو ډوله تدبيرونه نيولي چې د فساد مخنيوی وشي او واکونه د لمر تر وړانګو لاندی وکارول شي . پنځه کاله دمخه د چين د کمونېست ګوند په ١٧م ملي کانګرس کې هغه نظريه چې واکونه بايد د لمر تر وړانګو لاندی يعنی په علني توګه وکارول شي ، د لومړني ځل لپاره د کمونېست ګوند په باوري مجله کې کښل شوه. د روان کال په اپريل کې په همدې مجله کې تر همدې عنوان لاندې د چين د صدراعظم ون جيا باو له خوا ليکل شوې مقاله خپره شوه چې پکې يې په نوی دوره کې د فساد پر ضد د چيني حکومت د دندې په باب معلومات معرفي شوی دي. د چين د ولسي پوهنتون د حقوقو پوهنځي پروفېسر چن وي دونګ دا نظر لري چې د لمر وړانګې د عفوني ضد ښه ماده ده چې دا نظر د چين د واکمن ګوند او حکومت له خوا منل شوی دی .هغه وويل (اواز.........) واکونه بايد په علني او رڼه توګه له اصولو سره سم او د ګردې ټولنې تر څارنې او نظارت لاندی ترسره شی .لومړی واکونه بايد د ټولنې تر څارنې لاندې استعمال شی ، ځکه چې يوازی په علني او روڼ چاپيريال کې هر چا ته معلوم وي چې واکونه څنګه وکارول شي .نو ځکه که حکومتي مامورين له خپلو واکونو څخه ناوړه استفاده وکړي ، نو دغه عمل پر وخت کشف او مخه ونيول شي .سربېره پردې د دغه تدبير له امله د واکونو د ناوړه کارونې مخنيوی هم وشي . د دغه کارپوه په أند علنۍ او رڼې مرحلې او عامو وګړيو ته د معلوماتو ور کولو حق تامين د نومړې نظريې د پلي کولو لپاره اړين شرط بلل کيږي . حقيقت دا دی چې په وروستيو کلونو کې د چين د بېلا بېلو کچو واکمنو څانګو د واکونو د علني او رڼې کارونې او اتباعو ته د حکومتي چارو په باب د معلوماتو د ورکولو حق د تامين لپاره بېلا بېل مثبت تدبيرونه نيولي دي .د بېلګې په توګه د چين عدلي څانګو په وروستيو کلونو کې د لويو قضيو د قضاوت په ترڅ کې پر وخت د قضيو جزئيات اعلان کړی او د علني قضاوت له لارې يې د ټولنې د پاملرنې وړ موضوعاتو ته ځواب ور کړی دی . د چين د عدلي ميکانيزم د اصلاحاتو په هکله د لارښوونکي ګروپ د دفتر مسئول جيانګ وي وويل چې اتباعو ته د حکومتي چارو په باب د معلوماتو خبر ورکول د دغو چارو د پلټنې مخکني شرط ګڼل کيږي او علنيتوب او شفافيت د چين د عدلي ټولنې ګډه نظره ده . هغه داسې وويل (اواز.......) د چين د اساسي قانون له مخې د چين د ولسي جمهوريت ټول واکونه پر خلکو پوری اړه لري . اتباعو ته د حکومتي چارو په باب د معلوماتو ورکول ،د دغو چارو په هکله اړوندې څرګندونې او پکې برخه اخيستنه او د دغو چارو پلټنه د دوي بنسټيز حقونه دي . د عدلي چارو د علنيتوب د پرمختګ په عين وخت کې په ٢٠٠٧ کال کې چين د حکومتي چارو د علنيتوب مقررات جوړ کړل چې د حکومتي چارو علنيتوب د قانون تامينولو په لور روان دی . په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د ماليې بوديجې د اعلانولو لپاره ډېره هڅه کړې ده . په ٢٠١١ کال کې دوه نوي مرکزي څانګو خلکو ته خپلې بوديجې اعلان کړې دي. د عامو افکارو په أند د دغو تدبيرونو نيول خلکو ته د حکومتي چارو په باب د معلوماتو د ورکولو او د واکونو د څارلو لپاره ګټور دي او د فساد د مخنيوي لپاره ډېر مهم رول لوبوي. سربېره پردې د حکومتي مامورينو د شتمنيو او دارايو د علنيتوب نظام ، په انټرنټ کې د فاسدو عملونو د افشا کولو او د لويو قضيو د قضاوت د علنيوتوب نظامونو په برکته هغه نظريه په ښه توګه غوره شوې چې واکونه بايد تر لمريزه رڼا لاندې وکارول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای