د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د تبت خپلواکي سيمې حکومت پريکړه وکړه چې هر کال په دې برخه کې ٤٤ مليونه يوانه ولګوي چې په وړيا ډول د تبت ټولو ښاري او کليوالو اوسېدونکو او راهبانو لپاره د غيرمترقبه زيانونو بيمه وکړي.
د تبتي حکومت اړوند چارواکي وويل، په ياده بيمه کې د اوسېدونکو او راهبانو شاملېدا د خلکو ژوند د تامينولو يو پروګرام دی، دغه راز د مستمري بيمې، طبي بيمې او نورو بيمو کې د تبتي ښاري او کليوالو اوسېدونکو او راهبانو شاملېدو له امله د ټولنيز ضمانيت سيسټم لا بشپړ شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |