CRI Online

د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې زيږيدلی ګوندي استازي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-06 20:53:10

د چين هغه ځوانان چې د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې زيږيدلی ، د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې په رڼا کې د ملي اقتصاد د سمسورتيا سره سم لوی شوي دي . که څه هم د خپلو پلرونو په پرتله ددوي ژوند ښه دی، خو فشارونه يې هم درانده دي .پنځه کاله دمخه دغسی ځوانان د لومړني ځل لپاره د چين د کمونېست ګوند د ١٧ م ملي کانګرس د استازيو په توګه انتخاب شوي او پنځه کاله شميريې زيات شوی دی. په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د واکمن ګوند د ځوانو ګوندي استازيو په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

شينګ لی چې په ١٩٨٦ کال کې زيږيدلی، د روان کال په جون کې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د يوه استازي په توګه انتخاب شوی او له نورو دوه زره او دوه سوه استازيو سره به يې د هيواد او ګوند د راتلونکي پرمختګ په شمول د ډېرو سترو موضوعاتو په باب بحث وکړي.

د معمولي ځوانانو په پرتله دا توپير دی چې شينګ لی له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په کليوالو مشرانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د جيانګ شي ولايت د يوانګ شين ولسوالۍ د سان وان کلي د مشر په توګه وګمارل شو چې په ګوښه او غريب غرني کلي کې يې ډېرې پوهې او تجربې زده کړېده چې په کتابونو کې يې نشوای زده کړی .هغه وويل : پخوا زمونږ د کلي ګوندي کميټې سپين ږيري منشي د کليوالو کورونو ته بوتلم چې ور څخه مې ډېرې تجربې تر لاسه کړې او پوه شوم چې ګوندي غړي بايد په هر وخت کې د عام وګړيو ګټې ته پام ورکړي.

په تېرو دريو کلونو کې د شينګ لی په مټ کليوال شتمن شوي دي . د ٢٠١٠ کال په مارچ کې د دښتي چرګانو د روزلو يو فارم جوړ شوی چې له بې وزلو کليوالو سره د مرستې لپاره د ولسوالۍ له حکومت څخه مرستندويه پورونه هم تر لاسه شوي او فني کارکوونکي هم ګمارل شوي دي .د همدې کال په پای کې ټول روزل شوي درې زره وحشي چرګان پلورل شوي چې د دې فارم دريو جوړونکيو نوي زره يوانه ګټه واخيستله چې د هر تن په سر خالص عايد يې دېرش زرو يوانو ته رسيدلی وو.د ٢٠١٠ کال په اپريل کې هغه د سان وان کلي دګوندي کميټې د منشي په توګه وټاکل شو او د دغه نوي مشر په مشرۍ تر اوسه پورې په نوموړي کلي کې پنځه اډې جوړې شوې چې کليوالو ته يې دری مليونه يوانه ګټه رسولي ده . د ٢٠١١ کال په جنورۍ کې د سان وان کلي د چين د يوه نيکمرغه کلي په نامه ونومول شو.

د يوې شمېرنې له مخې دوه لکه او دوولس زره تنه هغه ځوان کليوال مشران د چين په يو په دريمه برخه کليو کې کوشش کوي چې لوړه ښوونه يې ترسره کړېده . دا د پاملرنې وړ ده چې د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې څلور استازي همداسی ځوان کليوال مشران دي . په دی نسبت د چين د مرکزي ګوندي پوهنتوي پروفېسر شين مينګ داسې وويل (اواز.......) لومړی ، ځوان کليوال مشران د ګوندي استازيو په توګه د کليوالو سيمو د غوښتنې او هيلې استازيتوب کوي .دوهم دوي ډېرځوان دي او د چين دکمونېست ګوند لپاره چې نوی کلن تاريخ لري، دوي د ګوند د خوځنده ځواک او انرژۍ حتمي ساتونکي دي .

د لومړنې شمېرنې له مخې د روانې دورې په ګوندي کانګرس کې لږ تر لږه شپږ دېرش تنه استازي ګډون کوي چې دغه شمېر د تېرې دورې په پرتله په سلو کې له اويا څخه زيات شوی دی او زياتره يې د بېلا بېلو اساسي يونټونو لخوا انتخاب شويدي .د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د استازيو ټاکنه د زمانې مسئوليت د ترسره کولو معنی لري .دا د پاملرنې وړ ده چې همدغه شان ځوان استازي په دغه کانګرس کې څه نظريې او وړانديزونه وړاندی کړي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای