د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د جوړېدو په درشل کې د اردن د جوردن ورځپاڼې د چين د پېژندنې او راپورتاژ په هکله د ليکنو ځانګړۍ برخه خپره کړه او پکې يې د سوله ييز پرمختګ په اړه د چين د نظر او ادعا لوړه ستاينه وکړه.
ليکوال مارون السوا په نوموړۍ ورځپاڼه کې يوه تبصره خپره کړه چې پکې يې په وروستيو کلونو کې د چين تر لاسه شويو برياليتوبونو او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات لپاره د چين کوششونو ته لوړ ارزښت ورکړ. د سوله ييز پرمختګ سپين کتاب او د دفاع سپين کتاب په شمول د چين له خپرو شويو دولتي اسنادو څخه ښکاريږي چې چين په نظامي برخه کې تسلط غوښتنه نه لټوي او له نورو هېوادونو سره د سوله ييز ګډ ژوند پر اصولو ټينګارکوي. چين د وروستيو کلونو راپدېخوا د برابر پرمختګ د سيمه يز او نړيوال ميکانيزم جوړولو لپاره هلې ځلې ، د وسلو د کمولو په وسيله له نورو هېوادونو سره متقابل نظامي باور پياوړی او د خبرو اترو له لارې د نړيوالو او ځايي شخړو د حل لپاره هڅې کړې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |