د چين د کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس د جوړېدو په درشل کې د روسيې د دولتي اژانس سرچلوونکی مارټ عبدلحتين سيسنويچ په دې وروستيو کې له چيني خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چين د روسيې ستراتيژيکي همکار او يو ستر ګاونډي هېواد هم دی. د تېرو لسو کلونو راهيسې چين د کمونيست ګوند په مشرۍ د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي په حال کې پولي بحران مات کړی او چټک پرمختګ يې ساتلی دی، چين تل د نړۍ په مخکی ولاړ دی. په تېرو لسو کلونو کې د روسيې او چين ترمنځ تجارتي اندازه ډېره زياته شوې ده. له دې څخه ښکاري چې د چين د کمونيست ګوند د مشرانو له خوا وړاندی او پلی شوی پاليسۍ او تګلارې سمې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |