د نومبر په ٦مه نېټه د چين د سوداکرۍ وزارت له خوا د خپرې شوې شمېرنې سره سم، په ٢٠١١ کال کې د چين د استعمال شويو بهرنيو پانګو اندازه د ٢٠٠٢ کال په پرتله يو سلو شل سلنه زياته شوې چې د کلنی زياتوالي انډول يې نهه اعشاريه دوه سلنه و، په نړۍ کې د چين مقام له څلورم څخه دوهم ته پورته شوی او د مسلسلو شلو کلونو لپاره په پرمختيايي هېوادونو کې لومړی ځای نيول شوی دی.
د م م د تجارتي پرمختګ غونډې په ګډون د مشهورو سازمانونو د پلټنې له مخې، چين زيات ځله د نړيوالو تصديو لپاره د پانګه اچولو لومړی انتخاب بلل کيږي. تر اوسه هغې تصدۍ چې پکې د بهرنيو تصديو پانګونې شته، د چين د ملي اقتصاد د يوې مهمې برخې په توګه ګرځېدلې دي. بهرنې پانګونه لرونکی تصدۍ يوازی د چين د عمومي تصديو دری سلنه برخه نيسي، خو . په ٢٠١١ کال کې د توليداتو ارزښت يې دوويشت زره مليارډه يوانه او د صادراتو او وارداتو ارزښت يې يو زر اته سوه شپيته مليارډه او دوه سوه مليونه امريکايي ډالره وو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |