CRI Online

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس مقدمتي غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 18:04:02
د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس مقدمتي غونډه جوړه شوه

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس مقدمتي غونډه د نوامبر په اوومه نېټه په بيجينګ کې ترسره شوه چې هوجين تاو د دغې غونډې مشري وکړه.

په اتلسم ملي کانګرس کې د غړيو شمير دوه زره دری سوه او پنځه ويشت تنه دي او له دغې جملې څخه دوه زره دوه سوه اتيا تنه غړيو په دغه مقدمتي غونډه کې ګډون کړی دی.

په دغه غونډه کې منظور شوي چې د ٢٢ تنو په ګډون د غړيو حيثيت د څارنې ګروپ او د ٢٤٧ تنو غړيو په ګډون د مشرۍ ګروپ جوړ شي او شي جين پينګ د غونډې د سرمنشي په توګه وټاکل شي.

په دغه غونډه کې د اتلسم ملي کانګرس د سکريټريت جوړولو په ګډون نور کارونه هم ترتيب شوی دی.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای