CRI Online

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس چمتو شوی

cri     (GMT+08:00) 2012-11-07 21:07:24

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس به د روانې مياشتې د اتمې نيټې په سهار په بيجينګ کې ترسره شي. د دغې غونډې وياند څای مينګ چاو د روانې مياشتې په ٧ نيټه په خبري ناسته کې د دغې غونډې په اړه اړوند معلومات وړاندی کړي دي.

د کمونست ګوند ملي کانګرس او مرکزي کميټه يی د چين د کمونست ګوند ترټولو لوړی اداري ارګان دی چې ملي کانګرس هر پنځه کاله ترسره کيږي. د دغه ملي کانګرس 2268 تنه استازي د هېواد د کمونست ګوند له څه دپاسه اتيا مليونو تنو غړيو څخه انتخاب شوي دي.

په ياده خبري ناسته کې څای مينګ جاو وويل:

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د چين د سمسورې ټولنې د ابادۍ ، د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا او د اقتصادي انکشافي شکل د بدلون په موده کې يوه مهمه غونډه ده. په دغه غونډه کې به په تيرو پنځو کلونو کې اړوندو کارونو او د ګوند د شپاړسم ملي کانګرس راهيسي اړوندو تجربو ته کتنه کړی شي او عمومي عملياتي نقشه او تګلارې جوړې شي او دغه راز به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او عصري سوسياليستي کېدو او د ګوند د ابادۍ په برخو کې ستراتيژيک ترتيبات کړی شي.

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس به اووه ورځې دوام ولري چې د روانې مياشتې له اتمې نيټې نه تر ١٤ نيټې پوری وي چې په کې د اووه لسمې دورې مرکزي کميټې کاري راپور واوريدل شي، د دسپلين څارنې مرکزي کميټې کاري راپور وڅارل شي، د چين د کمونست ګوند اساسنامې د اصلاحاتو مسوده منظور شي او د اتلسمې دورې مرکزي کميټه او د دسپلين مرکزي کميټه انتخاب شي.

څای مينګ جاو وويل د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس به له فساد سره د مبارزو او د سپيڅليتوب پياوړتيا کارونو ته په درنه سترګه وګوري او په دې اړه په هراړخيزه توګه کارونه ترتيب کړي. د  دسپلين مرکزي کميټه له ٢٠١٣ کال څخه تر ٢٠١٧ کال پوری د فساد د مخه نيوي سيستم کاری پلان طرح کوي چې د کمونست ګوند په دننه کې د فساد پر ضد د مبارزو او د سپيڅليتوب پياوړتيا په هکله د ښوونې، دفاع، نظارت او ادارې په اړه د ميکانيزم سيستم بشپړ کړي. څای مينګ جاو وويل (اواز٣)

موږ به د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د ترتيبات له مخې کارونه پياوړی کړو، د سوسياليستی بازاری اقتصاد ميکانيزم بشپړ کړو، د سوسياليستی ديموکراتيک سياست پرمختيا لپاره کوښښ وکړو او د ميکانيزم له لحاظه د بېلا بېلو کچيو د کادرانو نظارت پياوړی کړو، په واقعی توګه تر لمر لاندی واکونه استفاده وکړو، د فساد د مخه نيوي په هکله ميکانيزم او سيستم بشپړتيا قدمونه چټک کړو او ګام په ګام د فساد رامنځته کيدو لپاره احتمالی شرايط ليری کړو.

په څه دپاسه دېرشو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو د پلی کيدو سره سره د هېواد په دننه او بهر کې د چين د سياسی ميکانيزم د اصلاحاتو بهير ته پاملرنې ډېرې زياتې شوې. څای مينګ جاو وويل (اواز٤)

د سياسی ميکانيزم اصلاحاتو هڅولو لور دا دی: موږ به د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستی سياسی پرمختيا پر لارې ټينګار وکړو، د کمونست ګوند لارښوونې ، د خلکو له خوا د ادارې کيدو، د قوانينو له لارې د هېواد ادارې تګلارو ته دوام ورکړو. د بنسټ په توګه تامين شي چې خلک په خپله اداره کوي، د کمونست ګوند او هېواد فعال ځواک د پياوړتيا، د خلکو د ځواکونو زياتوالی په موخه د ملی کانګرس ميکانيزم، د چين د کمونست ګوند په لارښوونې د څو ګوندونو د همکارۍ او د سياسی مشورتی ميکانيزم بشپړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای