د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس مطبوعاتی مرکز نن له غرمی وروسته په څلورو بجو او دېرشو دقيقو د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې خبری ناسته تر سره کړه چې د هېواد په دننه او بهر کې شاو خوا شپږ سوه خبريالانو په کې ګډون وکړ.
د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس مطبوعاتی وياند څای مينګ جاو د دغه کانګرس په اړه اړوند حالت معرفی وکړ. هغه اعلان وکړ چې د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس به د نومبر په اتمه نېټه سهار په نهو بجو د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي چې د روانې مياشتې له اتمې نيټې څخه تر څوارلسمی نيټې پوری اووه ورځې دوام ولري.
نوموړي وويل نن له غرمې وروسته د دغه کانګرس د تياريانی غونډه تر سره شوې او په کې تصويب شوي چې شي جين پينګ د کانګرس د سرمنشی په توګه دنده پر غاړه واخلي.
په دغه کانګرس کې به د اووه لسمې دورې مرکزي کميټې کاري راپور واوريدل شي، د دسپلين څارنې مرکزي کميټې کاري راپور وڅارل شي، د چين د کمونست ګوند اساسنامې د اصلاحاتو مسوده منظور شي او د اتلسمې دورې مرکزي کميټه او د دسپلين مرکزي کميټه انتخاب شي.
څای مينګ جاو په دغه خبری ناسته کې هم د خلکو ژوند د ښه والی، د فساد پر ضد د مبارزو او د سياسی ميکانيزم د اصلاحاتو په شمول ځينو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي چې د چين د خلکو او د هېواد په دننه او بهر کې د خبري رسنيو له خوا د پاملرنې وړ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |