د چين د خلکو ورځپاڼې د نومبر په اتمه نېټه د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس پرانيستلو ته تودې مبارکۍ لپاره يوه سرمقاله وکړه چې نوم يې دی راځئ چې د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليزم نوی برياليتوبونه ومومو.
په سرمقاله کې ليکل شوي چې دغه کانګرس د شتمنې ټولنې د ابادولو، د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د ژورتيا او د اقتصادي پرمختګ د بدلولو په کليدي وخت کې جوړه شوې يوه ډېره مهمه غونډه ده. د دغې غونډې برياليتوب به د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو قومونو د خلکو لخوا د شتمنې ټولنې د ابادولو، د سوسياليستي عصري کېدو بهېر د پياوړتيا، د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستي چارو د چټکتيا لپاره مهم رول ولوبوي.
د چين د کمونېست ګوند د شپاړسم ملي کانګرس راهيسې، د عمومي منشی هو جين تاو په مشرۍ د چين کمونېست ګوند د بېلا بېلو قومونو د خلکو په لارښوونې د چين د پرمختيايي فرصتونو د نيولو پر بنسټ د اقتصاد، سياست، کولتور، ټولنې ، ايکولوژيکی مدنيت او ګوندي ابادۍ د پرمخبيولو لپاره کوښښونه کړي او کوي يی.
په دغه مقاله کې زياته شوي، تاريخ د دې پخلی کوي چې د چين کمونيست ګوند د چين د خلکو د ملا تېر، د چيني ملت تکيه ګاه او د ستونزو د ليری کولو په هکله د چين د لارښوونې زړی دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |