CRI Online

هو جين تاو وايي، بايد د سياسي پرمختګ په اړه د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستي لار باندي ټينګار وشی او د سياسي نظام اصلاحات بايد دوام ولري.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 11:23:43

هو جين تاو د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې وويل، بايد د سياسي پرمتګ په اړه د چين ځانګړتيالرونکی سوسياليستي لار باندی ټينګار وشي او د سياسي نظام اصلاحات بايد دوام ولري.

هغه وويل، ولسي ديموکراسي تل زموږ د ګوند ځلاند بېرغ دی. د سياسي نظام اصلاحات د چين د پوره اصلاحإتو يوه مهمه تشکيلاتي برخه ده. بايد په ثابته او مثبته توګه دغه اصلاحات پياوړی شي. نوموړي وويل، چې د سياسي ابادۍ او د سياسي نظام اصلاحاتو پياوړتيا لپاره بايد داسی دندې پلی شي:

لومړی، بايد د ولسي کانګرس له لارې د ولتي قدرت د تطبيق په هکله د خلکو حق وساتل شي. دوهم، بايد د سوسياليستي مشورتي ډيموکراتيک نظام بشپړ شي. درېيم، بايد اساسي ډيموکراتيک نظام کامل شي. څلورم، بايدد قانون سره سم او په هراړخيز ډول د هېواد اداره پلی شي. پنځم، بايد د سياسي نظام اصلاحات ژور شي. شپږم، بايد د واک د څارنې او پلټنې سيسټم بشپږ شي. اووم، بايد پراخه وطن دوسته متحده جبهه ټينګه او پياوړې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای