CRI Online

هو جين تاو وايي، د سوسياليستي کولتوري قوي هېواد په توګه د چين د ابادولو بهېر دې چټک شي.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 11:32:31

هو جين تاو د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې وويل، چې د سوسياليستي کولتوري قوي هېواد په توګه د چين د ابادولو بهېر دې چټک شي.

نوموړي وويل، کولتور د ملت د وينې رګ دی او د خلکو د روحياتو کورنۍ هم ده. د سوسياليستي کولتوري قوي هېواد په توګه د چين ابادول بايد د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستي کولتور پرمختيايي لاره ټينګار وشي. د دغه بهېر کليدي ټکی د چيني ملت د کولتوري نوښت په اړه جياتي قوه پياوړتيا ده.

لومړی، د سوسياليزم د مرکزي ارزښتونو سيسټم بايد پياوړی شي. دوهم، د اتباعو اخلاقي سويه بايد په پوره توګه لوړه شي. درېيم، د خلکو روحياتي کولتوري ژوند بايد غنی شي. څلورم، د کولتور پوره قوت او رقابتي قوت بايد پياوړی شي. هغه زياته کړه، موږ به خامخا د سوسياليزم پرمختللي کولتور پر پرمختيايي طرز ټينګار وکړو، بايد خپل کولتوري شعور او پر ځان باور ټينګ کړو او د سوسياليستي کولتوري قوي هېواد په توګه د خپل وطن د ابادولو لپاره کوښښ وکړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای