د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نومبر د ٨ نېټې سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو.د دغه ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز له شمېرنې سره سم، تر اوسه ١٧٠٤ تنو بهرنيو خبريالانو د دغه کانګرس د راپورتاژ لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي چې دغه شمېر د تېرو دورو ملي کانګرسونو په پرتله زيات دی. د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس به د چين د راتلونکي پرمختګ په اړه څرنګه ډول ترتيبات ونيسي؟ چين به په پر له پسې توګه نړيوال اقتصاد ته خوځنده ځواک وروبخښي او په سياسي برخه کې د چين اصلاحات به څنګه تر سره شي؟دغه مسئلې د بهرنيو خبريالانو د ډېرې پاملرنې وړ دي.
د نيپال د جمهوريت په نامه ورځپاڼې خبريال پورنا باسنيت چې په مطبوعاتي مرکز کې د انټرنيټ له لارې د چين په اړه معلومات کتل ، خبريال ته وويل
(اواز ١)
زه په عمده توګه د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرس د مشرانو ټاکنو ته پاملرنه کوم، ځکه چې دا د چين د راتلونکو بهرنيو تګلارو په اړه مستقيمې اړيکې لري.د چين د ګاونډي هېواد په توګه موږ هم د چين د راتلونکي پرمختګ ، بهرنيو چارو او اصلاحاتو په هکله د نوی دورې مشرانو لخوا د طرح کېدونکوتګلارو ته پاملرنه کوو.
د نړيوال بانک له شمېرنې سره سم، له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠١٠ کال پورې په نړۍ کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يعنې د جي دي پي انډول په پر له پسې توګه لوړ شوی چې په ٢٠٠٩ کال کې په نړۍ کې د چين د جي دي پي خدمتي انډول ١٤ اعشاريه ٥ سلنې ته زيات شوی چې د ګردې کرې دوهم لوی اقتصادي ځواک او لومړی لوی خدمتي هېواد ګرځېدلی دی.
په نړۍ کې د لومړی لوی اقتصادي ځواک په توګه د امريکا خبري رسنۍ د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس کومې برخې ته پاملرنه کوي؟ يو امريکايي خبريال چې روانه چيني ژبه وايي، وويل
(اواز ٢)
ځکه چې د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې نوي مشران رامنځته شی ، نو موږ د امريکا په اړه د چين تګلارو ته ډيره پاملرنه کوو.
په بېجينګ کې د رويتر اژانس خبريال جون فولي د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د يادونې په وخت کې داسې وويل
(اواز ٣)
غواړم چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو نوي غړي وپيژنم او په راتلونکو څو مياشتو کې د چين د اقتصادي اصلاحاتو د بيړنيو تدبيرونوپه باب مالومات لاس ته راوړم.
د ټايلنډ ښځينه خبريالې لينا چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د راپورتاژ لپاره له خپل ملګري سره بېجينګ ته راغله ، وويل
(اواز ٤)
غواړم چې د بهرنيو تګلارو د طرح په باره کې د نوې دورې مشرانو نظريات او د نويو مشرانو تر مشرۍ لاندې د چين د سياسي نظام اصلاحاتو په اړه مالومات ترلاسه کړم .
مېرمن لينا زياته کړه چې په ټايلنډ کې يې د نورو خبري رسنيو په وسيله د چين په اړه معلومات تر لاسه کړی، دغه ځل به په چين کې څو ورځې پاتی شي چې په واقعي توګه چين ښه وپېژني.
د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې د بهرنيو هېوادونو د خبريالانو لپاره د ځانګړې پذيرايي دفتر د نومبر له لومړۍ نېټې څخه خلاص شو چې د بېلا بېلو بهرنيو هېوادونو خبريالانو ته خدمتونه برابرېږي .باور لري چې د اتلسم ملي کانګرس د خبري راپورتاژ له لارې به لازياتې خبري رسنۍ او وګړي چين او کمونېست ګوند ښه وپيژني .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |