CRI Online

د چين کمونېست ګوند نړۍ ته خبر ورکوي چې چين به پر خپله پرمختيايي لاره روان شی.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 15:09:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند اتلمس ملي کانګرس د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. په داسی حال کې چې د چين د شتمنې ټولنې هراړخيزه ابادی په کليدي مرحله کې ده او بېلا بېل ننګونې رامنځته شوې دي ، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي هو جين تاو په پرانيستونکو مراسمو کې دا خبره تکراره کړه چې د چين کمونېست ګوند به په ټينګ هوډ په چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستی لاره کې د چينايانو لارښوونه وکړي.

عمومي منشي هو جين تاو په پرانيستونکو مراسمو کې د يوې لنډې وينا په ويلو سره خپل راپور پيل کړ. له دې امله چې د چين د اساسي قانون سره سم د چين کمونېست ګوند د چين د واکمن ګوند په توګه ټاکل شوی ، د دغه راپور عمده دنده په راتلونکو پنځو کلونو او حتی لا اوږده موده کې د سياسي ادارې په باب د چين د کمونېست ګوند د تګلارو او تدبيرونو طرح کول دي چې د هېواد د ابادولو او پرمختګ لارښوونه وکړي.

هو جين تاو لومړی د دغې غونډې عمده موضوعات وروپيژندل او و يې ويل، 

د دې غونډې عمده موضوعات داسی دي چې بليﻻ د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليزم د غټ بيرغ په اوچتولو سره د دنګ شياو پينګ تيورۍ، د دريو استازيو د مهم نظر، د علمي پرمختګ د نظريو تر لارښوونې لاندې د افکارو د ازادولو، د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلی کولو، د ستونزو د ليری کولو له لارې پر چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليزم پر لاره روان شی او د شتمنې ټولنې د ابادولو لپاره کوښښ وشی

په ١٩٧٨ کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کېدو راهيسې، د چين کمونېست ګوند تل د هېواد پرمختګ د خپلې واکمنۍ لومړی مهمې دندې په توګه ګڼي چې موخه يې د چين د عصری کېدا تحقق دی څو چې د خلکو ژوند شتمن شي. هو جين تاو يو ځل بيا د هېواد د ابادولو په برخه کې د علمي پرمختګ نظر پر لارښوونکی رول تائيد کړ.

د چين کمونېست ګوند د يوې پيړۍ د کوښښونو له لارې د چين د حالاتو سره سم داسې سوسياليستي لاره ، تيوريکي سيستم او نظام پيدا کړ چې له چيني خصوصيت سره سمون لری، . هو جين تاو وويل،

دغه ډول سوسياليستي لار، تيوريکي سيسټم او نظام په تېرو نويو کلونو کې د ګوند او خلکو د کوښښونو اساسي برياليتوب دی. نو موږ بايد په درنه سترګه يې وساتو، د تل لپاره دې پرې ټينګار وکړو او پرمختګ دې وکړو.

د چين پرمختيايي لاره هواره نه ده، نو په راتلونکي کې د اصلاحاتو او پرمختګ د پياوړتيا په اړه د ګوند پر غاړه دنده لا هم سخته ده. په تېرو لسو کلونو کې د ليدو وړ پرمختګ ترڅنګ توپيرونه او مسئلې هم زياتې شوې دي. په عين وخت کې د نوی پيړۍ لپاره د چين د کمونېست ګوند لخوا د وړاندی شويو هدفونو سره سم، چين به تر ٢٠٢٠ کاله پورې په پوره توګه شتمنه ټولنه جوړه کړي. د چين په دننه او بهر کې د اوضاعو د بدلونونو په وړاندې، د دغې موخې پلی کېدا له يو شمېر نويو غوښتنو سره مخامخ ده. په دغه راپور کې دغسی نوی غوښتنې بيا تاېيد شوې دی. مثلاُ، د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت او په ښارونو او کليوالو سيمو کې د هر تن پر سر منځنی عايدات بايد د ٢٠١٠ کال په پرتله دوه ځله شي. ولسي ډيموکراسي دې ګام په ګام پراخ شي، د خلکو د ژوند سويه بايد په پوره توګه لوړه شي، د سرچينو د سپمولو او د چاپيريال د ساتلو ترڅنګ بايد د ټولنې ابادی پياوړی شي او داسې نور.

د پاملرنې وړ لومړی ټکی د اقتصاد پر له پسی او سالم پرمختګ دی. په دغه راپور کې ويل شوي چې په راتلونکي کې به چين د اقتصادي نظام د اصلاحاتو د پلی کېدو لپاره زيار وباسي، د نوښت پر بنسټ به پرمختيايي ستراتيژی پلی کړي، د اقتصادي جوړښت ستراتيژی به ترميمه کړي، د ښارونو او کليوالو سيمو د يو ځاي پرمختګ به چټک کړي، د اقتصاد ورخلاصي سويه به لوړه کړي. هو جين تاو وويل،

موږ بايد د کورنيو اړتياوو په پراخېدو سره اړوند دايمي نظام قايم کړو او کورني بازار دې هم پراخ کړو. موږ بايد د ډله ايز اقتصاد د پرمختګ پر رڼا اړوند تدبيرونه ونيسو، د نويو څرګندونکو ستراتيژيکو صنايعو او توليدي چارو د سالم پرمختګ ، د دوديزو چارو د بدلون، د خدمتي چارو په تېره بيا د عصري خدمتي چارو د پرمختګ لپاره کوښښ وکړو.

د پاملرنې وړ دوهم ټکی د سياسي اصلاحاتو او ډيموکراسي بشپړتيا ده. په دغه راپور کې د چين د پوره اصلاحاتو لپاره د سياسي نظام اصلاحاتو مهم ارزښت تائيد او مؤثر تدبيرونه يې وړاندی شول. لومړی بايد د ولسي کانګرس له لارې د هېواد د ادارې په اړه د خلکو حق وساتل شي چې له دې جملې څخه په تېره بيا د اساسي يونټونو استازيو زياتوالی ياد شو. په عين وخت کې د چين کمونېست ګوند به له نورو ډيموکراتيکو ګوندونو سره سياسي سلامشوره پياوړی کړي. په دغه راپور کې ويل شوي چې ګوند بايد د اساسي قانون او قوانينو په چوکاټ کې کار وکړي.

د پاملرنې وړ درېيم ټکی د خلکو د ژوند سويې لوړتيا او د ټولنيزو مساوات ساتل دي.

د خلکو د ژوند تامينول او ښه کول او د اصلاحاتو او ورخلاصون له برياليتوبونو څخه د خلکو ګټې اخيستل په وروستيو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند يو عمده کار بلل کېږي. هو جين تاو وويل،

موږ بايد د اقتصاد د پرمختګ سره سم د خلکو د عايداتو د زياتولو او توليدي موثريت د لوړوالي سره سم د کار د ګټو د زياتولو لپاره کوښښ وکړو،. د اوسيدونکو د مالی ګټو د زياتوالی لارې چارې بايد لا زياتې شي. د عايداتو د ويشلو نظام بايد معياري شي چې قانوني عايدات بايد وساتل شي، د ټيټ عايد لرونکو وګړيو عايدات بايد زيات شي، د لوړ عايد لرونکيو وګړيو عايدات دې کنترول شي او ناقانونه عايدات بايد لغوه شي.

د پاملرنې وړ څلورم ټکی د ايکولوژيکي مدنيت ابادول دي.

د چين د چټک پرمختګ سره سم، سرچينې او چاپيريال له لا زياتو فشارونو سره مخامخ دی. نو په راپور کې د لومړی ځل لپاره د ايکولويژيکي مدنيت د ابادولو لپاره خاصه برخه ټاکل شوې او ويل شوي چې د ايکولوژيکي مدنيت ابادول د خلکو د ژوند او د ملت د راتلونکي لپاره نژدی اړيکې لري او د ګردې کرې د ايکولوژيکي امنيت د ساتلو لپاره ګټور وي.

د پاملرنې وړ پنځم ټکی د ګوندي ابادۍ پياوړتيا او له فساد سره کلکه مبارزه دی.

په راپور کې ويل شوي چې له فساد سره مبارزه کول او د حکومت سپيڅليتوب ساتل د چين د کمونېست ګوند دايمي سياسي دريځ دی. د چين کمونېست ګوند به په پر له پسی توګه د مشرانو او چارواکو په اړه د لويو پېښو د خبر ورکولو نظام پلی کړي، د مشرانو او چارواکو د واک پلټنه او څارنه پياوړی کړي او تل له فساد سره کلکه مبارزه وکړي .

د دفاعي چارو او د اردو د ابادولو د يادونې په وخت کې دغه راپور پر دې بيا تائيده کړه چې چين د ځان د دفاع په موخه دفاعي تګلاره پلی کوي او د دفاعي چارو د ابادولو عمده موخه د هېواد د حاکميت، امنيت، د خاورو بشپږتيا او سوله ييز پرمختګ ساتل دي.

. هو جين تاو وويل،

موږ به له پرمختللو هېوادونو سره د اړيکيو د ښه کولو، د همکارۍ ساحې د پراخولو، د توپيرونو د له منځه وړلو او د لويو هېوادونو ترمنځ د دايمي او سالمې اړيکيو د قايمولو لپاره کوښښ وکړو. موږ به له ګاونډيو هېوادونو سره ښه ژوند وکړو او د متقابلو ګټو پربنسټ همکاري پياوړی کړو.

په دغه راپور کې ويل شوي چې د چين خلک له سولې سره مينه لري او پرمختګ غواړي. چينايان غواړي له ټولې نړۍ سره د بشريت د سولې او پرمختګ لپاره دواملرونکی کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای