CRI Online

په بهر کې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس لوړې پاملرنې ځان ته جلب کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 19:00:57

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس د نومبر په اتمه نېټه سهار په بيجينګ کې پرانيستل شو چې په بهر کې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس لوړې پاملرنې ځان ته جلب کړې دي .

د لاوس د ولسي انقلاب ګوند مرکزی کميټې په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې ته د مبارکۍ پيغام په استولو سره څرګنده کړه چې د چين د کمونست ګوند تر مشرۍ لاندی د چين کمونست ګوند، حکومت او خلک به هرومرو په بريالی توګه بېلا بېلې پريکړې پوره کړي .

د البانيا ټولنيز ګوند رئيس يدي راما په همدې ورځ د چين د نړيوالې راډيو له لارې د دغه کانګرس پرانيستنې ته مبارکۍ څرګنده کړه.

په چين کې د پاکستان ګډ خبري اژانس خبريال مسود سادار د چين د خلکو ژوند په اړه خبرې وکړې. هغه دا نظر څرګند کړ چې چين به په راتلونکی کې د خلکو ژوند مسئلی ته نورې پاملرنې وکړي او د خلکو د ژوند سويې پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې خبريال سوتيرتهو وويل په چين کې د اقتصاد په برخه کې تر لاسه شوی برياليتوبونه او په راتلونکی کې د چين اقتصادی تګلارې د پاملرنې وړ دي.

د سريلانکا د ورځنيو خبرونو ورځپاڼې خبريال راسيکا سوماراتهنا وويل په چين کې نه يوازی اقتصادي بلکی ديپلوماتيکي تګلارې هم خلاصې دي.د پرمختيايی هېواد په توګه د چين پرمختيا به د سريلانکا په شمول پرمختيايی هېوادونو ته فرصتونه او تجربې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای