CRI Online

د پاکستان خبري رسنۍ د چين د کمونست ګوند په اتلسم ملی کانګرس کې د هو جين تاو راپور ته پام اړوي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 19:02:10

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس د نومبر په اتمه نېټه په بيجينګ کې په درانو مراسمو سره پرانيستل شو. په همدې ورځ د پاکستان عمده وو خبري رسنيو او ويبپ پاڼو د دغه کانګرس د پرانيستنې او د عمومی منشی هو جين تاو د مهمې وينا په هکله اړوند محتويات خپاره کړي دي.

د پاکستان د دولتی ګډ خبري اژانس په همدې ورځ په خپله ويبپاڼه کې پر ښکاره ځای باندی د هو جين تاو مهمه وينا خپره کړه. په دغه ليکنه کې د هو جين تاو د وينا په اخيستلو سره دې ته اشاره شوي چې چين په تيرو لسو کلونو کې نوی تاريخی اهميت لرونکی برياليتوبونه ګټلي او د سمسورې ټولنې جوړولو لپاره يی ټينګ بنسټ جوړ کړی دی.

د پاکستان د ورځنی ټايمز هم په خپله ويبپاڼه کې تر دې عنوان لاندی چې د چين نوي مشران به له نويو ننګونو سره مخامخ وي، يوه مقاله خپره کړه چې په کې دې ته اشاره شوي چې د چين اقتصاد په چټکې پرمختيا سره لس ګونه مليونه تنه وګړي له بی وزليتوب څخه وتلي او چين په نړۍ کې د دويم لوی اقتصادی ګروپ په توګه ګرځيدلی خو په نوې موده کې چين د پرمختيا يوې نوې لارې ته اړتيا لري چې دا به د دغه هېواد د نويو مشرانو په وړاندی يوه ستونزمنه ننګونه او دنده وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای