د چين عمده انټرنيټي شبکې د نومبر په اتمه نېټه په بشپږه او هراړخيزه توګه د چين د کمونست ګوند ملي کانګرس پرانيستونکي مراسم رپوټ کړل او د ويډيو، عکسونو او ليکنو له لارې په وخت ، سم او ښکاره توګه يې د عمومي منشي هو جين تاو راپور خپور کړ. د همدې ورځ له غرمی وروسته تر دريو بجو پورې په مطبوعاتي او عمده سوداګريزو شبکو کې د اړوندو خپرونو د کليک شمېر له پنځه سوه او پنځوس مليونو څخه اوښتی دی چې په تاريخ کې ساری نه لري.
د دې ترڅنګ په نورو ګڼ شمېر شبکو کې په زياتو ژبو دغه مراسم راپوتاژ کړل او د چين په بهر کې د انترنيټي کارونکو پاملرنه يې راجلبه کړه چې د اړوندو خپرونو د کليک شمېر له اتيا مليونو نه زيات شوی دی.
بر سېره پردې، د نورو هېوادونو انټرنيټي شبکې هم دغې غونډې ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په وخت اړوند خپرونې خپرې کړې. د انټرنيټ کارونکو د دغې غونډې پرانستلو ته مبارکي وويله ، د هو جين تاو لخوا د وړاندې شوي راپور ستاينه او په راتلونکي کې د چين د چټک پرمختګ هيله يې څرګنده کړه.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |