CRI Online

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس استازيو د هو جين تاو پر راپور بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-09 09:12:28

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې عمومي منشي هو جين تاو په راپور کې ويلي چې چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستي لار، تيوريکي سيسټم او نظام په تېرو نيويو کلونو کې د ګوند او خلکو د کوښښونو، نوښتونو او زيرمو اساسي برياليتوب دی. نو موږ بايد دې ته ډير ارزښت ورکړي او په پر له پسی توګه دې پرمختګ وکړو.

استازيو وويل، دغه راپور د نړيوالو، چيني او ګوندي حالاتو د ژور او سم قضاوت له مخې په ښکاره توګه هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې موږ بايد کوم بيرغ اوچت، په کومه لاره ګام پورته او په کومه روحيه کوم هدفتونه تر سره کړو.دغسی پوښتنې د ګوند او هېواد د عمومي اوضاعو په اړه مهم موضوعات دي او د شتمنې ټولنې د پوره ابادۍ، د سوسياليستي عصري کېدو بهېر د ګړنديتوب او د چيني ملت د بياسمسورتيا د تحقق لارښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای