CRI Online

د چين د کمونست ګوند له اتلمس ملي کانګرس څخه راتلوونکی پرمختيايي لار څرګنديږي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-09 15:22:58

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس د نومبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو چې اهميت يې مهم او اغيزې يې ډېرې ژورې دي. نو نړيواله ټولنه له دغه ګوندي کانګرس وروسته د چين راتلونکی ته تمه لري . رښتيا ده چې د چين د عمومي منشي هو جين تاو له خوا د وړاندی شوي راپور پوهاوی کول او د چين د ټولنې د پرمختيايي لار پېژندل د پاملرنې وړ موضوع ده .

لومړی د لارښوونې افکارو له لحاظه به روان ګوندی کانګرس د چيني ځانګړی لرونکی سوسياليزم غټ بېرغ اوچت کړي ، د دنګ شياو پينګ تيوري او د دريو مهمو استازيتوبونو نظر د لارښوونکی افکارو پر بنسټ د پرمختيا علمي نظر پلی کړي څو چې له زمانې غوښتنې او ولسي هيلو په مطابقت عملياتي مرامنامه او تګلارې جوړې کړي او د ورخلاصون او اصلاحاتو ، د سوسياليستي عصري کېدو بهير او د نويو سترو پلانونو د جوړونې د پرمخبيولو لپاره اړوند کارونه ترتيب کړي.

دوهم د روان کانګرس د راپور محتوياتو له لحاظه د چين راتلونکی پرمختيايي لار پکې په څرګنده توګه تحليل شوی . راپور پر دی ټينګار کړی چې د چين کمونست ګوند به هم په خشکه لار نه روانيږي هم خپل بيرغ به بدلوي.د چيني ځانګړی لرونکی سوسياليستي لار،د چيني ځانګړی لرونکی سوسياليستي تيوريکی سيستم او چيني ځانګړی لرونکی سوسياليستي نظام په تېرو څه د پاسه نويو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند او خلکو له خوا جوړ او جمع شوی بنسټيز برياليتوب بلل کيږي ، نو بايد ور ته ډېر ارزښت ور کړی شي او پرې ټينګار وکړی شي او ور ته پرمختګ ور کړی شي .په دغه راپور کې هم کښل شوی چې د چين د سياسي نظام اصلاحاتو پرمخبيول د چيني ځانګړی لرونکی سوسياليستي سياست پر پرمختيايي لار ،ګوندي مشرۍ ،د هيواد د خاوندانو په حيث د خلکو مقام او له قوانينو سره سم د هېواد پر ادارې د ټينګارولو لپاره يو ډول ارګانيک ځايښت ګڼل کيږي .

دريم د روان کانګرس د راپور او د ګوندي اساسنامې د ترميم په نظر دغه کانګرس د پرمختيا د علمی نظر په اړه نوی تشريحات کړي او په پوره توګه يې د دغه نظر د لارښوونې مقام مثبته ارزونه کړې او د نوموړي نظر د عملی کولو لپاره يې نوې غوښتنې وړاندی کړې دي .د ګوندي اساسنامې د تعديلولو په ترڅ کې به د اتلسم ګوندي کانګرس په راپور کې ټاکل شوې مهمې تيوريکی نظريي او ستراتيژيکي افکار وليکل شي تر څو د اساسنامې تر تعديلولو وروسته به د مارکسيزم د چينی کېدو نوی لاس ته راوړنې پوره څرنګدې شي.په راپور کې پر دې ټينګار شوی چې د پرمختيا علمی نظر د مارکسيزم او لينينيزم، ما جه دونګ افکارو، د دنګ شياو پينګ تيوری او د دريو استازييتوبونو د نظر له مهمو تيوريکي سيستمونو سره يو ځای د چين د کمونېست ګوند د لارښوونې افکار بلل کيږي او بايد په اوږده موده کې پردې ټينګار وشي .

څلورم ،دغه راپور کې د خلکو ژوند ته د لومړيتوب اهميت ور کولو او د خلکو د شتمنۍ لپاره د اړوندو تګلارو سره سم اړوند کارونه ترتيب شوي او د خلکو ژوند د ښه والي او ابتکاري ادارې په ترڅ کې د ټولنې ابادی تکراره شوې ده. دا چې د اقتصادي پرمختګ پر بنسټ د خلکو د مادي او کلتوري ژوند سويه ګام په ګامه لوړيږي ، د ورخلاصون او اصلاحاتو ، د سوسياليزم د عصري کېدو د ابادۍ لپاره بنسټيزه موخه ده .د چين د کمونېست ګوند له شپاړلسم ملي کانګرس راهيسې نوموړي ګوند او مرکزي حکومت د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې چې ښې پايلې يې تر لاسه کړي دي . ويل کيږي چې وروستي لس کلونه يو داسې پړاو دی چې د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې لاس ته راوړنې ډېرې وې.

لنډه دا چې د چين کمونېست ګوند پر وخت د ګوند او هېواد دننه او بهر مهمو موضوعاتو ته ډيره پاملرنه کړې او د چين راتلونکی پرمختيايي افکار او سمه لاره يې بيان کړې او د عصري کېدو ، د هېواد د يووالي چارو او د نړيوالې سولې او ګډ پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يې د چيني ملت ټينګ هوډ ښودلی دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای