CRI Online

د عربي هېوادونو سياستوالو د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د پرانيستلو په اړه مبارکی څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-09 14:58:49

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نومبر په ٨مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د عربي هېوادونو څو سياسي مشرانو زموږ د راډيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د لسګونو کلونو په تيره بيا تېرو لسو کلونو راهيسې د دولتي ادارې په برخه کې د چين کمونيست ګوند ستر برياليتوبونه لاس ته وړي دي، باور لري چې چين به په راتلونکی کې لا ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د موريشي د مطبوعاتو او پارلماني اړيکو وزارت سرمنشي محمد لامين وويل چې هغه دغه کانګرس ته ډېره پاملرنه کوي او د کانګرس د کاميابي هيله لري. هغه وويل چې د چين او موريشي ترمنځ اړيکې تل ټينګې دي، په تيره بيا په وروستيو کلونو کې د ماهيګرۍ، سوداګرۍ او کتلور په برخو کې خپلمنځي همکاری او ګوندي تګ راتګ نژدی شوی دی.

د عراق د اسلامي عالي کميټې د مشر مرستيال رياض جواد تقي وويل، له دې امله چې د چين کمونست ګوند د خپل هېواد د مشخصاتو سره سم په پر له پسې توګه تجربې راغونډوي، نو د ګوند او هېواد په ابادولو کې پر له پسې برياليتوب تر لاسه کړی او کوي يې. د چين پرمختګ د نورو هېوادونو، خلکو او سياسي ګوندونو لپاره د زده کړې وړ دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای