د سين هو اژانس دخبر له مخې، د چين بېلابېلو ګوندونو او صنعتي او تجارتي ټولنې په جلا جلا توګه د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د پرانيستنې له امله د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
د چين د ګومين دانګ ګوند انقلابي کميټې مرکزي کميټې، د چين د دېموکراتيک اتحاد مرکزي کميټې، د چين د دېموکراتيک هېواد ابادۍ ټولنې مرکزي کميټې ، د چين د دېموکراسۍ پرمخبيولو مرکزي کميټې، د چين د بزګرانو او کارګرو دېموکراتيک ګوند مرکزي کميټې ، د چين د جي ګونګ ګوند مرکزي کميټې، د جيوسان ټولنې مرکزي کميټې او د تايوان دېموکراتيک خودمختار اتحاد مرکزي کميټې په جلا جلا توګه د مبارکۍ په پيغام کې وويل چې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د سمسورې ټولنې د ابادۍ په مهمه موده کې يوه ستره غونډه ده چې د چين د ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم پر لارو چارو ژوره او ستره اغېزه وکړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |