د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د جوړيدو په وخت کې د ځينو هېوادونو مشرانو، سياسی ګوندونو او ډلو په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه د پيغامونو استولو او يا د ټليفونونو کولو له لارې د چبن کمونست ګوند ته مبارکۍ څرګنده کړه.
د پاکستان د خلکو ګوند رېيس بيلاوال په پيغام کې ويلی چې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس مهمې دندې لري او د راتلونکی پرمختيا لپاره به د تدبيرونو جوړولو په چارو کې لارښوونه وکړي. دغه کانګرس د چين حتی د نړۍ د خلکو لپاره يېر مهم دی. زه باور لرم چې دغه کانګرس به د چين د اقتصاد د چټکې پرمختيا، ټولنيزې هوساينې او د سياسی ثبات پر بنسټ نوره سمسورتيا جوړه کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |