د خلکو ورځپاڼې او سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس پرانيستنه د نړيوالو د پام وړ مهمه پېښه ده. نړيوالې ټولنې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راپور ته مثبت غبرګون نيولی . د بهرنيو شخصيتونو او خبري رسنيو په اند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې د چين د راتلونکي پرمختګ لوری ټاکل شوی چې نه يوازې د چين پر پرمختګ، بلکې د نړيوالې پر سولې او پرمختګ به ستره اغېزه وکړي.
د امريکا د ای پي اژانس خبر ورکړ چې په نوموړي راپور کې ويل شوی چې له فساد سره مبارزه لاهم د چين د کمونېست ګوند پروړاندی سخته ننګونه ده.د زياتو چينايانو لپاره چين د بدلون په کليدي موده کې ده.
بر سېره پر دې،د ماليزيا،ټايلنډ، ويتنام، سينګاپور او برازيل خبري رسنيو هم د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس د راپور لوړه ارزونه وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |