CRI Online

د چين کمونست ګوند پريکړه کړې چې د ګوند په کانګرس کې د استازيو لخوا د مسودې وړاندې کولو نظام تطبيق شي.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-11 16:12:44

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې ليکل شوي چې د ګوند په کانګرس کې به د استازيو لخوا د مسودې وړاندې کولو نظام پلی شي چې د چين کمونست ګوند د لومړی ځل لپاره د ګوند په منځ کې د ډيموکراتيکي نظام په اړه مهمه پريکړه وکړه.

د چين د کمونست ګوند د مرکزي ښوونځی د ګوند د ابادۍ څانګې پوهاند وو هوی وويل، د چين کمونست ګوند په اوولسم ملي کانګرس کې پريکړه وکړه چې د استازيو د ماموريت موده محدود شي. دا له دې وروسته د ګوندي کانګرس نظام د ترميمولو په اړه يو بل مهم تدبير دی. وروسته تردې استازي د ګوند د تګلارو او پلانونو په اړه د نظام سره سم وړانديزونه او نظرونه وړاندې کولای شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای