د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس استازي او د سوداګرۍ وزير چن ده مينګ د نومبر په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، په نړيوال بازار کې د اړتياوو د کمښت په وړاندې، د چين خارجه سوداګريز زياتوالي سرعت لا هم د نورو اقتصادي ډلو په پرتله چټک شوی او په نړيوال بازار کې د چين برخه هم لږ زيات شوی دی.
د دغه کانګرس استازي او د چين د انکشاف او اصلاحاتو کميټې مدير جانګ پينګ په همدې ورځ څرګنده کړه چې د روان کال له اګېست وروسته د چين د اقتصاد زياتوالي سرعت د ورو کېدو حالت مخنيوی شوی او ثابت پرمختګ ټينګ شوی دی. موږ باور لرو چې په سږ کال کې اقتصادي او ټولنيز پرمختيايي هدفونه پلی کړو. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |