CRI Online

د بهرني شخصيتونو په اند، په چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستی لاره کې ګام پورته کول ډېر اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-11 17:43:11

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د روانېدو په حال کې د بهرني شخصيتونو او عامو افکارو په اند، پر چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستی لاره ټينګتيا د چين د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره به هم مهم رول ولوبوي.

په چين کې د عرب ليګ پخواني لوی سفير عبدال واحد ساکيټ خبريالانو ته وويل، ويل کېږي چې د چين د کمونست ګوند لخوا ټاکل شوي تګلاره او لايحه د چين د پرمختګ او ترقي لامل ګرځيدلی. په تېرو دېرشو کلونو کې چين د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړل. د چين کمونست ګوند د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې تر لارښوونې لاندې بريالی شوی چې چين په دې سيمې او نړۍ کې د يو اغيزمن هېواد او يوې ډېرې مهمې اقتصادي ډلې په توګه اباد شوی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای