CRI Online

چين به په بانکي چارو کې د شخصي پانګو د ننوتلو هڅونې ته دوام ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-12 11:03:53

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز د يکشنبې په ورځ د چين د بانکونو د اصلاحاتو او علمي پرمختګ په هکله يوه ډله ييزه مرکه جوړه کړه. د دې کانګرس استازي او د چين د بانکې چارو د څارنې ادارې کمېټې رئيس شانګ فو لين وويل چين به په بانکي چارو کې د شخصي پانګو د ننوتلو هڅونې ته دوام ور کړي.

ښاغلي شانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين په بانکي چارو کې د بېلا بېلو پانګو د ننوتلو په غرض يو شان معيار او شرط غوره کوي او توپير نه لری.د روان کال په مي کې دغې کمېټې په بانکي چارو کې د شخصي پانګو د ننوتلو د هڅونې په اړه مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي شانګ وويل د ٢٠١١ کال تر پايه پورې د چين په منځنيو او کوچنيو بانکونو کې شخصي پانګو پنځوس سلنه ونيوله. د کليوالو سيمو په منځنيو او کوچنيو پولي سازمانونو کې دغه رقم نوی سلنې ته رسيدلی. په راتلونکی کې به ياده کمېټه په دې برخه کې د شخصي پانګو نظارت او لاښوونې پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای