د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين په اړه د پاکستان د ستراتيژيکي څېړنې مرکز مسئول فضل رحمان په وروسيتو ورځو کې له چيني خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملی کانګرس د چين پر راتلونکی اغيزمن دی او پکې يې نه يوازی د چين په بېلا بېلو برخو کې پرمختيايي لار ښودل شوې او بلکې د چين په وړاندې راتلونکی مشکلات او ننګونې هم څرګندې شوې دي .
هغه د ياد کانګرس په راپور کې پر پرمختګ باندې د ټينګارولو او د همغږۍ پرمختيا پر افکارو موافق دی او په دی اند د چين اقتصادي پرمختګ بايد په همغږۍ ډول له ټولنيز او سياسي پرمختګ سره يو ځای تر سره شي چې دا هم د همغږۍ پرمختيا يوه څرګندونه ده .د چين د حکومت له خوا د اقتصاد د عمومي کنترول تګلاره د چين د پخواني اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ګټوره ده .
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |