د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د جوړېدو پر مهال د ختيځی او جنوبي اسيا ځينو هېوادونو سياستوالو او ګوندونو په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه د پيغامونو په ليږلو سره چين ته مبارکي وويله .
د فليپين د ولسي ګوند او د مشرانو جرګې مشر جون پونس انريلي په خپل پيغام کې وويل چې دی د زړه له کومې هيله لري چې په ياد کانګرس کې ټاکل شوی نوی مرکزی مشران د چينايانو لپاره نورې ګټې او نيکمرغی ورسوي . د فليپين حکومت هيله وښودله چې له چين سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او د نظريو تبادله ساتي تر څو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ همکاری او تفاهم پياوړی شي .
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |