د چين د کمونيست ګوند اتلسم ملي کانګرس د ډېرو بهرنيو خبري رسنيو پاملرنې جلبوي چې پکې د سياسي تنظيم نه پرته، ډېرې پاملرنې د اقتصاد په برخه کې راغونډېږی. د ځينو څېړوونکيو په اند، په اتلسم ملي کانګرس کې وړاندې شوي اقتصادي تګلارې به د چين او نړۍ د اقتصاد پر راتلونکی پرمختګ مستقيمې اغېزې وکړي.
د ماليې وزارت د ماليې او ساينس د څېړنې ادارې مشر جيا کانګ وويل د ملي کانګرس په حکومتي راپور کې د چين د اقتصادي اصلاحاتو د ابادۍ لور او په راتلونکی کې د اقتصادي پرمختګ لارې چارې د بدلون په هکله مهمې څرګندونې بيان شوي. د ده په اند دا چې چين د بازاري اقتصاد د اصلاحاتو پر لار ټينګار کوي، د اصلاحاتو او ورخلاصون لار د ټينګولو څرګندونه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |