د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د پلاويو مباحثوي غونډې د نومبر په دوولسمه نېټه سهار په پر له پسې توګه روانې دي.
د دغه کانګرس مطبوعاتي څانګې په مطبوعاتي مرکز کې يوه خبري ناسته وکړه. د استوګنې او ښار او کليو د ابادوۍ وزير جيانګ وي شين، د چين د انکشاف او اصلاحاتو کميټې مرستيال جو جي شين، د چاپيريال د ساتنې وزير جوو شنګ شيان، د کار او ټولنيز ضمانت وزارت مرستيال يانګ جي مينګ په جلا جلا توګه د چين د خلکو د ژوند په برخه کې کاري حالاتو په هکله معلومات ورکړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
دغه راز په دغه مرکز کې د ګوند د تشکيلاتي ابادۍ او د نويو اوضاعو په وړاندې د نوې دندې په نامه يوه ډله ييزه مرکه هم وشوه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |