CRI Online

د چين دېپلوماتيکې لارې چارې به پر همکارۍ او ګډو ګټو ټينګار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-12 17:26:32
د چين دېپلوماتيکې لارې چارې به پر همکارۍ او ګډو ګټو ټينګار وکړي 

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس اوس په بيجينګ کې روان دی. د دغه کانګرس د څارنې لپاره په راپور کې د چين دکورنيو او بهرنيو چارو په اړه تګلارې هم معرفي شوې دي . دا چې د لويو هېوادونو ترمنځ دايمي ثابتې سالمې او نوې ډوله اړيکې ټينګې شي او د خپل پرمختګ ترڅنګ ګاونډيو هېوادونو ته هم ګټې ورسوي،د چين په اړه د نړېوالو پراخو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوي دي.

(غږ )

٣١ کلن جانګ شيون په يوه جاپاني شرکت کې کار کوي. د دياو يو داو ټاپو د جنجال له امله هغه د پخوا په پرتله د چين او جاپان ترمنځ اړيکو ته لازياتې پاملرنې ورکوي خو هغه خبريال ته وويل چې خپلو کارونو او له جاپاني همکارانو سره اړيکو ته هيڅ منفی اغېزه نه ده رسيدلې.

ينوي يويچي چې په بيجينګ کې د ټي بي اېس ټي وي فرعي څانګې مشر دی، د ياو يو داو ټاپو د جنجال له امله د جاپان او چين ترمنځ اړيکې تر غور لاندی نيولې دي. د هغه په شان هغه جاپاني خبريالان چې چين ته د مرکې لپاره راغلي دي، د چين بهرنيو تګلارو ته لازياتې پاملرنې ورکوي. دا هم د چين د ګاونډيو هېوادونو د خبريالانو د پام وړ مسئله ده.

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په کاري راپور کې په څرګنده توګه ليکل شوي چې په اقتصادي او ټولنيزه ساحه کې د چين چټک پرمختګ نه يوازی ګاونډيانو ته بلکې ټولنې نړۍ ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي چې ګرده نړۍ د چين له چټک پرمختګ څخه ګټې ترلاسه کوي. په تيرو ډېرو کلونو کې د ګډو ګټو پربنسټ همکاري په رڼا کې چين د جاپان په ګډون د نورو ګاونډيو هېوادونو لومړنی لوی تجارتي همکار ګرځيدلی دی. چين به په راتلونکي کې سيمه ييزه همکاري پرمخبوزي. د نړۍ او ستراتيژۍ څېړنيز مرکز کارپوه ګاو زو ګوي په دی نظر دی.

(غږ )

چين به فکر وکړي چې څرنګه په نورښه توګه دغه کار ترسره کړي. ويل کيږي چې په راتلونکي کې به لازيات فرصتونه موجود وي. مثلاً چين به انکشافي شکل بدل کړي نو زموږ واردات به تر ډېرې اندازې پورې زيات شي او په بهر کې زموږ پانګونې به هم زياتې شي.

د خاورو حاکميت او سمندري ګټو جنجالونه په دې وروستی موده کې د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د پام وړ يوه مسئله ده. خبريال يويچي وويل چې هغه په ځانګړې توګه په ياد راپور کې د سمندري ګټو د ساتلو په اړه د چين ټينګې ارادې ته پاملرنه ورکړې ده. خو په دې اړه د چين د دېپلوماتيکو چارو پوهنځي مرستيال چين يا چينګ وويل:

(غږ )

دا مهمه مسئله چې په راپور کې موږ ټينګار کړی چې بايد سمندري ګټې وساتو. هر خپلواک هېواد به همداسی کار کوي. په دغه راپور کې هم ويل شوي چې چين دفاعي ستراتيژی غوره کوي. دغه اصول نه دی بدل شوی. چين يو عمومي دريځ لري چې د مشورې او خبرو اترو له لارې د خاورو حاکميت مسئله حل کړي. زه فکر کوم چې دغه دريځ هيڅکله نه دی بدل کړی.

چين يو لوی هېواد دی چې يو مليارد دری سوه مليونه نفوس لري او چټک پرمختګ کوي نو د چين په اړه شکونه هميشه موجود دي. په راپور کې يو ځل بيا په څرګنده توګه دی ته اشاره شوې چې چين به په مداومه توګه د سولې، پرمختګ ، همکارۍ او ګډو ګټو بيرغ اچتوي. په دې اړه ښاغلی چين يا چينګ وويل:

(غږ)

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راپور د بهرنيو چارو له برخې څخه د سولې، پرمختګ ، همکارۍ او ګډو ګټو معلومات خپاره شوي دي. د سولې او پرمختګ په ترڅ کې په څرنګه ډول پوره شي؟ ځواب يی همکاري او ګډې ګټې دي. يعنی دواړه خواوې بايد له همکارۍ څخه ګټې ترلاسه کړي نو دواړه خواوې بايد د همکارۍ په ترڅ کې ښه نيت وښيي. هغه کسان چې فکر کوي چين به د خپل انکشافي توان په وسيله خپلې ملي ګټې پوره کړي، د چين کلتور، لويې ستراتيژي او په تيرو ٣٠ کلونو کې د چين انکشافي لارې په اړه سمه پېژندنه نه لري.

د چين د کمونست ګوند په راپور کې د لومړي ځل لپاره د چين او نورو لويو هېوادونو ترمنځ اړيکې يادې شوې چې بايد د لويو هېوادونو ترمنځ بايد دايمي ثابتې او سالمې نوی ډوله اړيکې ټينګې شي. د پام وړ مسئله ده چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو له لحاظه په تيرو لسو کلونو کې د چين او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ ٢٦ ليدنې کتنې او څه دپاسه ٩٠ حکومتي خبرې اترې ترسره شوې دي. دغه مهمې او پېچلۍ دوه اړخيزې اړيکې ښايی په راتلونکي کې له ځينو ننګونو سره مخامخ وي خو د دغه ملي کانګرس استازي او د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه خبريالانو ته وويل:

(غږ)

دواړه خواوې بايد په نوی پيړۍ کې د دواړو هيوادونو د خلکو د اساسي ګټو او د نړيوالو د ګډو ګټو له لحاظه خپلمنځي اړيکې پرمخ بوزي. زما په اند د چين او امريکا ترمنځ مهمې دوه اړخيزې اړيکې بايد د سړې جګړې له مغزې څخه ډډه شي.

ښاغلي چين يا چينګ د لويو هېوادونو ترمنځ نويو اړيکو په اړه وويل:

(غږ)

ټول لوی هېوادونه چې پرمختللي هېوادونه يا نوی سمسور هېوادونه دي، بايد په سوله ييزه توګه اړوند توپيرونه حل کړي. يوه خوا دغه هېوادونه بايد د بشري لپاره خدمتونه وکړي بله خوا بايد په سمه توګه جنجالونه حل کړي.

د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ توپيرونه او جنجالونه عادي کار دی خو مهمه ده چې په څرنګه ډول يی حل کړي.

د جاپان او چين ترمنځ د ياو يو داو جنجال په اړه په بيجينګ کې د ټي بي اېس ټي وي فرعي څانګې مشر يويچي دا نظر لري چې دواړه خواوې بايد سړه سينه وساتي. جاپان په تيره بيا بايد په پوخ نظر سره د چين بدلون وګوري.

(غږ )

د جاپان د خبري رسنيو د يو کارکوونکي په توګه به زه له چين سره د مقابلې دريځ نه هڅوم. جاپان بايد فکر وکړي چې څنګه له چين سره مناسب اړيکې جوړې کړي او له چين سره څنګه لارې چارې پرمخ بوزي.

په جاپاني شرکت کې چيني کارکوونکي جانګ شيون د نورو ډېرو چينايانو په شان د هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه ساده فکر او پېژندنه لري.

(غږ )

زه ادعا کوم چې بېلابېل هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند وکړي او وګړي بايد خپلمنځي تماس او تګ راتګ پياوړی کړي. موږ ټول عام وګړي يو نو بايد د تماس او تبادلې په وسيله يو له بل سره ښه پېژندنه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای