د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د روانيدو په حال کی ګڼ شمېر بهرنيو لوړ پوړيو چارواکو، ګوندونو او سازمانونو په تېرو څو ورځو کې په وار سره د دغه کانګرس په نوم د مبارکي پيغامونه استولي دي.
د جاپان پخواني صدراعظم، د استازيو جرګې غړي او د جاپان او چين د نړيوالې تبادلې ټولنې افتخاري مشر او د جاپان او چين د نړيوالې تبادلې ټولنې مشر په جلا جلا توګه د مبارکۍ پيغامونه استولي او هيله يې څرګنده کړې چې دغه کانګرس به بريالی شي او چين به نوي اقتصادي او ټولنيز اصلاحات پلي کړي او ثابت پرمختګ به وساتي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |