CRI Online

بهرنيانو په چين کې د علمي پرمختګ نظر ژور پلي کېدو ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-12 20:50:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د روانېدو په حال کې بهرنيانو په دغه کانګرس کې د علمي پرمختګ نظر د ټينګېدو په اړه محتوياتو ته پاملرنه کوي او د دوی په اند، د علمي پرمختګ نظر د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري او د نورو پرمختيايي هېوادونو لپاره ارزښت هم لري.

د کينيا اقتصادي کارپوه ګليشيون ايجيالا وويل، علمي پرمختيايي نظر په دغه کانګرس کې د افکارو نوې مرحلې پياوړی شوي او دغه نظر په راتلونکي کې د چين د کمونېست ګوند د تګلارې د ټاکنې لپاره ډېر اهميت لري. د دغه نظر سره سم د خلکو ګټې تر ټولو د حکومت په تګلاره کې مرکزي مقام نيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای