CRI Online

په تېرو لسو کلونو کې د چين د خلکو په ژوند کې څرګنده ترقی موندل شوې

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 11:00:46

د نومبر په ١٢مه نېټه د چين د ځينو وزارتونو مشرانو د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په مطبوعاتی مرکز کې د خلکو د ژوند په باب د کورنيو او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ور کړي او په تېرو لسو کلونو کې يې د چين د خلکو ژوند په برخه کې پرمختګونه او اوسني مشکلات هم په پوره توګه معرفي کړېدي .

د چين د طبي او روغتيايي ميکانيزم د اصلاحاتو په برخه کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مرستيال جو جه شين وويل چې اوس مهال له دغه ميکانيزم څخه د ګټه اخيستونکيو شمېر له يو مليارډ او دری سوه مليونو تنو څخه اوښتی چې د نفوس په سلو کې پنځه نوی برخه نيسي .نو په دی برخه کې پرمختګ او ترقی ډېره څرګنده ده.

د استخدام په برخه کې د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت د وزارت مرستيال يانګ جي مينګ خبريالانو ته وويل چې استخدام ته د لومړيتوب ور کولو پلان او نورو مثبتو تګلارو د پلې کولو له امله په چين کې د استخدام پيمانه پراخه او د استخدام جوړښت بشپړ او اړوند حالت ثابت شوی دی.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای