CRI Online

د چين ملی کانګرس به د حکومت د مصارفو ښه نظارت وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 14:29:10

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د راپور له مخې د چين ملی کانګرس به د حکومت د مصارفو نظارت وکړي . په ٢٠١٢ کال کې د چين عمومی مالي عايدات به له ١١٠٠ مليارډ يوانو څخه زيات شي .

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي هو جين تاو د ياد کانګرس په راپور کې وويل چې بايد د خلکو له خوا د ملي کانګرس له لارې دولتي واک وکارول شي او د بېلا بېلو کچو حکومتونو ، چارنواليو او محکمو پلټنه او نظارت پياوړی شي او د حکومتي بودېجې نظارت دې هم پياوړی شي .تحليلونکيو دې ته اشاره کړې چې دا معنی لري چې د چين واکمنې ادارې يعنی ملی کانګرس به د حکومتي مصارفو ښه نظارت وکړي او ور څخه هم څرګندېږي چې د هېواد د خاوندانو په حيث د خلکو مقام د ټينګښت لپاره د چين د کمونېست ګوند ژمنه پوره شي او تر اوسني نظام لاندې د سياسي ابادۍ او اصلاح توان لوړ شي.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای