CRI Online

د چين کمونست ګوند په اطمينان سره سمسوره ټولنه ابادوي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 15:25:17
د چين کمونست ګوند په اطمينان سره سمسوره ټولنه ابادوي

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، د چين په شمال لويديز د شينجيانګ د جنوب د هوتان سيمې د يو کلي د يوې لارې ترڅنګ ډول ډول ساختماني توکي ځای پرځای شوي او د کارکوونکو غږونه پورته کيدل چې د خلکو د هستوګنځايونو د بشپړولو لپاره په خپلو کارونو بوخت و. د دغه کلي اوسيدونکي عزيزعبدال قدر هم د خپل نوي کور د ښکلا کولو لپاره کار کولو.

(غږ)

زما د کور پراخوالی يو سل شل مربع متره دی چې پنځه کوټې، يوه اشپزخانه او يو حمام هم لري . حکومت ما ته څليرويښت زره يوانه پيسې د مرستې په توګه راکړې دي.

په ٢٠١٠ کال کې د هوتان حکومت د خلکو د کورونو د ښه والي لپاره اړوند تدبيرونه نيولي او وګړي کولی شي چې له ٣٦ ډولو معياري کورونو څخه په خوښۍ سره يو غوره کړي. په عين وخت کې ځايی حکومت د اوبو، بريښنا، لارې او مرکزي ګرمي په ګډون بنسټيز تهجيزات هم برابروي چې د اوسيدو ځای له اغل څخه هم جلا شوی دی.

٦٢ کلن سپين ږيری توسون توحتي د تير کال په پای کې له زوړ خټين کور څخه نوی کور ته نقل شوی شوی چې ٨٥ مربع متره پراخوالی لري. هغه په خوښۍ سره وويل:

(غږ)

پخوا هر وخت ويريدل چې کور می ونړيږي او کور هم پاک نه و. زما نوی کور ډېر ځلاند دی او هر تجهيز هم ښه دی. زه باور لرم چې په کې تر سل کلنۍ پوری ژوند وکړم.

د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې چين په وار سره ٢٢ مليونو بی وزلو کورنيو د هستوګنې ستونزې حل کړې. حکومت هم پريکړه کړې چې تر ٢٠١٥ کال پورې ٣٦ مليونه اپارتمانونه د ټيټ عايدلرونکو وګړو لپاره جوړ کړي .

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د پيل په غونډه کې د خلکو د ژوند ښه والي موضوع د خلکو د ډېرو پاملرنو وړ ګرځيدلې ده. د ګوند عمومي منشي هوجين تاو په خپل راپور کې هم دی ته پاملرنه وکړه او ويی ويل:

(غږ )

بايد د عامو وګړو د ګټو زياتوالي او د ستونزو د کمښت لپاره لازيات کارونه کړی شي او بايد هغو مسئلو ته لومړيتوب ورکړی شي چې د عامو وګړو له ګټو سره مستقيمې او نژدی اړيکې ولري مثلاً د ښوونې او روزنې، طب، استخدام ، هستوګنځاي او د زړو کسانو د ژوند ضمانت په ګډون يو لړ مسئلې بايد تر پام لاندی ونيول شي چې خلک له لا ښه ژوند څخه ګټې واخلي.

په چين کې د نايجريا سفير امينو بشيرولي د چين د پرمختګ لوړه ستاينه وکړه او ويی ويل:

(غږ )

اوس چينايان د خپل هېواد پر پرمختګ ډېر وياړي او د چين د کمونست ګوند پر واکمنۍ پوره راضي کوي . په ٦٠ کلونو کې چين ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي چې ځينو هېوادونو په دوه يا دری سوه کلونو کې يی پوره کړي دي. ويل کيږي چې د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د چين هر کار په بريالی توګه ترسره کيږي. هره تګلاره دوامتيا لري چې خلکو ته زياتې ګټې رسيږي چې له دی څخه د چين د نظام غوره والی څرګند شوی دی.

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس په څرګنده توګه تر ٢٠٢٠ کال پوری په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې د ابادولو هدف ټاکلی ، د اقتصاد د مداوم او سالم پرمختګ ، د دېموکراسي د نورهم پراخوالي ، د خلکو د ژوند د نورهم ښه والي او د ايکولوژيکي چاپيريال د نورهم ښکليتوب په غرض مشخصې غوښتنې يی مطرح کړې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای