CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس رئيسه هيئت درېيمه غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 15:25:44

د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانرګس د رئيسه هيئت درېېمه غونډه د نومبر په ١٣مه نېټه سهار د خلکو په لوی تالار کې جوړه شوه او د چين د کمونېست ګوند د اتلسمي دورې د مرکزي کميټې غړيواو کانډيدو غړو او د ګوند د انضباطي څارنې د مرکزي کميسيون د کانډيدانو د ليست مسوده پکې تصويب شوه او د بحث او سنجش لپاره بېلا بېلو پلاوي ته وړاندی شوه.

د چين د کمونېست ګوند عمومی منشي هو جين تاو د دغې غونډې مشري وکړه.

د معلوماتو له مخې د نومبر له يوولسمې نيټې څخه بېلا بېلو پلاويو دغه ليست تر سنجش لاندی نيولی دی او په دی اند دغه ليست د ګوندي ديموکراسۍ پر بنسټ ټاکل شوی چې جوړښت يې معقول او د غړو سياسي کيفيت ښه دی او کاري پايلې يې نسبتأ ښې دي او د خلکو له خوا د منلو وړ دی ، نو ځکه دغه ليست د يوې نسبتأ بشپړې لايحې په توګه ګڼل کيږي .

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای