CRI Online

په چين کې د طبی بيمې په اړه لوی سيستم جوړ شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 15:47:43

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس مطبوعاتی مرکز د نومبر په دوولسمه نېټه يوه خبری ناسته جوړه کړه او د پرمختيا او اصلاحاتو د کميټې مرستيال جو جی شين په کې وويل په چين کې د طبی بيمې په اړه په نړۍ کې لومړی لوی سيستم جوړ شوی او طبی اصلاحات کلی مودې ته ننوتلی دی.

جو جی شين وويل د چين د څه دپاسه پنځه نوی سلنی برخې خلک اوس له بنسټيز طبي ضمانت څخه ګټه اخستونکي دي چې د طبی بيمې په اړه دغه سيستم په نړۍ کې تر ټولو لوی سيستم دی. برسيره پر دې په چين کې په بنسټيز يونټ کې د درملنې نوي خدمتونه بيا پيل شوي چې عادی خلکو ته د ناروغيو درملنې په ترڅ کې نورې زياتې اسانتياوې برابرې شي. خو اوس په چين کې د طبی بيمې په چارو کې ځينی نيمګړتياوې لا هم شته چې په ښارونو په تيره بيا د ښارونو په لويو روغتونونو کې د ناروغانو درملنې ستونزې موجودې دي او د درملنې لګښت يې لوړ دی، د طبی بيمې سويه ټيټه ده چې د عامو خلکو پوره اړتياوې لا هم ندې بشپړې شوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای