CRI Online

د عراق ولسمشر جلال طلاباني هيله څرګنده کړه چې د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس په لارښوونه د چينی خلکو ژوند نور سمسور وي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 15:49:02

د عراق ولسمشر او د کردستان د وطن دوستې ټولنې رئيس جلال طلاباني د نومبر په دوولسمه نېټه ماښام وويل هغه د چين د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس ته ډېره پاملرنه کوي او هېله لری چې د دغه کانګرس په لارښوونه د چينی خلکو ژوند نور سمسور وي او نور پرمختګونه تر لاسه کړي او د چين او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په تيره بيا د چين او عراق تر منځ د اړيکيو پياوړتيا لپاره مهم رول ولوبوي.

نوموړي وويل د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس د پرانيستنې راهيسی يې د دغه کانګرس مالوماتو او پرمختيا ته ډيره پاملرنه کړې او کوي . هغه هېله لری چې دغه کانګرس په بريالۍ توګه پای ته ورسېږي او د دغه کانګرس له لارې د چين په ټولنه کې د کمونست ګوند راغونډيدونکی توان پياوړی شي او د نورو سترو ځواکونو او يووالی په وسيله د کمونست ګوند دندې ترسره شي.

طلاباني وويل چين په نړيواله صحنه کې د سولې ساتنې، په سوله کې د ګډ ژوند اصولو د تحقق او ملي خودمختاريت رول لوبوي او د نړيوالو قوانينو او د م م د مانشور پر بنسټ د نړيوالو اړيکيو جوړولو ، له تسلط غوښتنې او غرور سره د مخالفت کولو لپاره کوښښ کوي. چين د خلکو حقونو ګټلو، د انسانی حقونو او پرمختيا ترسره کولو په چارو کې يوه ژوندي بيلګه ګرځيدلې ده.

د عراق او چين د ګوندي تګ راتګ يادونې په وخت کې طلاباني وويل د دواړو هېوادونو د ګوندونو تر منځ تګ راتګ د دواړو هېوادونو د اړيکيو ټينګتيا لپاره ښکاره رول لوبولی او لوبوي يې. د عراق د کردستان د وطن دوستۍ ټولنه به په راتلونکی کې په بېلا بېلو ساحو کې د چين د کمونست ګوند سره همکاری پياوړی کړي.

ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای