CRI Online

د چين کمونېست ګوند به په نوې مفکوره د پوځي چارو د معلوماتي کېدو د بدلون لارښوونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-13 16:18:35

د چين کمونېست ګوند يعنې د چين کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګرس په بېجينګ کې روان دی .د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي هو جين تاو له خوا د وړاندې شوي راپور له مخې د دفاعي او پوځي ابادۍ په هکله محتويات د پاملرنې وړ دي.

د پوځ معلوماتي کيدل بيا متوجه دي. په راپور کې کښل شوي چې بايد ژر تر ژره د پوځي چارو د ماشين او معلوماتي کېدو دواړه دندې پای ته ورسيږي تر څو تر ٢٠٢٠ کاله پورې په دی برخه کې ستر پرمختګونه وموندل شي. سربېره پردې ياد شوی راپور هم سمندري، فضايي او انټرنټي امنيت ته ډېره پاملرنه کوي. په دې نسبت نه يوازې د ازادۍ بښونکي پوځ علمي کارکوونکي بلکې پوځي افسران او عسکر هم دا نظر لري چې د پوځي چارو د معلوماتي کېدو د سويې لوړوالی د پوځی غښتليتوب لپاره راتلونکی مهم ټکی ګڼل کيږي او د هېواد د سولې او پرمختګ د تامينېدو او په سيمه ييزو او نړيوالو امنيتي چارو کې د چين د ګډون حتی د نړيوالې سياسي او امنيتي وضعې د ښه کېدو لپاره به مثبت رول ولوبوي.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای